د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کډوالۍ په روان کړکیچ د خبرو په موخه مکسیکو ته سفر وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په مکسیکو کې د ولسمشر اندریس مانویل لوپیز اوبراډور سره د "کډوالۍ کړکیچ" په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کډوالۍ په روان کړکیچ د خبرو په موخه مکسیکو ته سفر وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په مکسیکو کې د ولسمشر اندریس مانویل لوپیز اوبراډور سره د "کډوالۍ کړکیچ" په اړه خبرې وکړې.
د ویلو ده چې د دواړو هیوادونو چارواکو چې د لوپز اوبراډور په مشرۍ د مکسیکو د پلازمینې په ملي ماڼۍ کې په غونډه کې ګډون کړی وو په دې وروستیو میاشتو کې د کډوالۍ د کړکیچ د لویدو په اړه خبرې وکړې.
د ویلو ده چې دې غونډې دوه نیم ساعته دوام وکړ. د غونډې وروسته کوم رسمي بیان هم ندی خپور شوی . د مکسیکو ولسمشر لوپیز اوبراډور د خپلې ټولنیزې مډیا د پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې "دوی د مکسیکو او امریکا د ګټو لپاره ځینې موافقې او تړونونه وکړل. "موږ غواړو چې د دې غونډې پایلې په خصوصي توګه ولسمشر (جو بایډن) ته بیان شي ترڅو د دواړو ترمینځ د اقتصادي همکارۍ ، امنیت او کډوالۍ مسلو په اړه لا په هراړخیزه توګه خبرې وشي.
د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن هم د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ولسمشر جو بایډن حکومت به د مکسیکو له حکومت سره کار کولو ته دوام ورکړي، او زیاته کړه "لکه څنګه چې موږ نن په مکسیکو کې څرګنده کړه، موږ په سیمه کې د بې ساري غیرقانوني مهاجرت اداره کولو ته ژمن یو، چې مهم دي. همداشان د مخدره موادو پر خلاف مبارزې ته هم ژمن یو" "موږ ژمن یو چې د مکسیکو سره د مسلو د حل لپاره کار وکړو."
بلینکن د امریکا په وچه کې د امریکا او مکسیکو ترمنځ د ملګرتیا په اهمیت ټینګار وکړ، "دا ښه وه چې د لوپز اوبراډور سره د غیر منظم مهاجرت کمولو لپاره زموږ د ګډو هڅو په اړه بحث وشو."