د تورکیې د ملي شورا د بهرنیو چارو کمیټې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب اړوند وړاندیز تصویب کړ

سویډن د تورکیې د ملي شورا د بهرنیو چارو د کمیټې لخوا په ناټو کې ددې هیواد د غړیتوب وړاندیز د تصویبولو هر کلی وکړ.

2081245

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم د تورکیې د ملي شورا د بهرنیو چارو کمیټې لخوا د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې د خپل هیواد د ګډون په اړه د وړاندیز د منلو هرکلی وکړ.

بیلسټروم  په خپل پیغام کې زیاته کړې ده ، په ناټو کې د سویډن د ونډې په اړه د پروتوکول د تصویب لایحه پرون د تورکیې د ملي شورا د بهرنیو چارو کمیټې لخوا تصویب شوه.

راتلونکی ګام د تورکیې د ملي شورا د عمومي غونډې لخوا ددې پروتوکول تصویبول دي. سویډن په بې صبرانه توګه د ناټو په سازمان کې د ګډون انتظار باسي. ددې په هیله چې هره ژر راتلونکی پړاو هم ترسره شي او سویډن د ناټو پوره غړیتوب ترلاسه کړي.

پيوندونه: #سویډن , #ناټو , #تورکیه

اړوند خبرونه