امریکا : د هند په سمندر کې په  کیمیاوي موادو بار ټانکر باندې د ایران له لوري برید شوی

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې د هند په بحر کې په  کیمیاوي موادو بار ټانکر باندې د ایران له لوري توغول شوې بې پیلوټه الوتکې  سره برید شوی دی.

2080341
امریکا : د هند په سمندر کې په  کیمیاوي موادو بار ټانکر باندې د ایران له لوري برید شوی

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې د هند په بحر کې په  کیمیاوي موادو بار ټانکر باندې د ایران له لوري توغول شوې بې پیلوټه الوتکې  سره برید شوی دی.

د پنټاګون لخوا په یوه خپور بیان کې راغلي دي چې "د لایبریا بیرغ لرونکی، د جاپان ملکیت او د هالنډ لخوا کاریدونکي کیمیاوي ټانکر کښتۍ باندې  پرون د  سهار شاوخوا لسو بجو باندې  د هند په بحر کې، له ساحل څخه ۳۷۰ کیلومتره لرې برید وشو."

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا بريد د ايران له لوري د بې پيلوټه  تعرضي الوتکې په مټ  شوى او په پېښه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى او په ټانکر کې  رامنځته شوې اورلګیدنه تر کنټرول لاندې راغلې او مړه شوې ده.

په بیان کې ویل شوي چې د برید په وخت کې د امریکا د سمندري ځواکونو کومه کښتۍ د پيښې ځای ته نږدې نه وه او د امریکا د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندې  له دغې کښتۍ سره هند ته  خپل منزل ته د رسیدو پورې  تماس نیولو ته دوام ورکړ.

دا د ایران لخوا د  ۲۰۲۱ کال راهیسې پر سوداګریزو کښتیو اوم برید دی چې ترسره کیږي.

په داسې حال کې چې ایران د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د سمندري امنیت شرکت امبري بي بي سي ته ویلي دي  چې دغه ټانکر له سعودي عربستان څخه هند ته روان و او له اسرائیلو سره یې اړیکې درلودې.

د اکټوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلو د روانو بریدونو په ځواب کې، په یمن کې د ایران ملاتړي حوثيانو ګواښ کړی و چې په بحرالاحمر کې به د اسرائیلو کښتۍ په نښه کړي.

وروسته له هغه چې حوثیانو اقدام وکړ، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په بحرالاحمر کې خپل سفرونه ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند په سمندر کې دا وروستۍ پېښه د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په لړ کې لومړۍ پېښه ده.


پيوندونه: #برید , #ایران , #امریکا

اړوند خبرونه