اوکراین حکومت په بهر کې میشت اوکرایني نارینه د عسکرۍ لپاره هیواد ته رابولي

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف اعلان وکړ چې په راتلونکي کال کې به  په بهر کې اوکرایني نارینه په پوځ کې د ګډون په موخه  جلب کړي.

2079409

عمروف د آلمان د اکسل سپرینګ  د ډلې اړوند ورځپاڼو ته په خپله وینا کې وویل چې د جلب به د اوکراین څخه بهر میشتو  د ۲۵ او ۶۰ کلونو ترمنځ اوکرایني  نارینه وو ته واستول شي.

عمروف ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې دوی غواړي له ټولو سره عادلانه چلند وکړي. "موږ به بلنه واستوو. دوی هم حق لري چې راشي او په اردو کې خدمت وکړي."

رستم عمروف ټینګار وکړ هغه کسان چې د حکومت دې پریکړې نه سرغړونه وکړي او حاضر نشي ، سزا به ورکړل شي خو د جزا د ډول د معلومولو په اړه کار دوام لري.

عمروف دا هم وویل چې دی هیله من دی چې امریکا به په راتلونکي کال کې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اوس مهال په آلمان کې شاوخوا ۱۹۰ زره اوکراینیان  میشت دي چې د پوځي خدمت لپاره وړ دي.

پيوندونه: #پوځ , #اوکراین

اړوند خبرونه