روسیه : د امریکا دریځ په منځني ختیځ کې د کړکېچ د ژورېدو او د وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د امریکا دریځ په منځني ختیځ کې د کړکېچ د ژورېدو او د وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.

2079208
روسیه : د امریکا دریځ په منځني ختیځ کې د کړکېچ د ژورېدو او د وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د امریکا دریځ په منځني ختیځ کې د کړکېچ د ژورېدو او د وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.

زاخارووا په پلازمینه مسکو کې د تازه مسلو په اړه په اونیزې خبري غونډه کې ارزونې وکړې.

زخارووا د غزې د تړانګې د وضعیت په اړه د امریکا د دریځ په اړه د پوښتنې په ځواب کې لاندې ارزونه وکړه:

"په دې مسله کې د امریکا د ادارې چلند د یهودو ضد ګڼل کیدی شي. اسرائیل او فلسطینیان دواړه سامي خلک یعنې د نوح ع د زوی سام اولاده ده. هر څه چې امریکا کوي د اسرائیلو او فلسطینیانو پر ضد يي کوي او دي. د سیمې په اړه د امریکا تګلاره به د دواړو خلکو د ژورو ځاني تلفاتو لامل شي. په منځني ختیځ کې به د لا ستر کړکیچ لامل کیږي. دا د عمومي وضعیت د خرابیدو او د خطرونو رامینځته کیدو لامل کیږي ، چې ممکن د سیمې راتلونکي لپاره وژونکي پایلې ولري."

زخارووا ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په مینځني ختیځ کې د کړکیچ د کمیدو امکان نشته ؟ وویل ، په وروستیو کلونو کې په سیمه کې د امریکې زیاتیدونکي شتون د کړکیچ د حل لاره نه ده برابره کړې بلکې د حالاتو د لا خرابیدو سبب شوې ده. "

زخارووا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د همغږي کوونکي جان کربي د وینا په ارزولو سره چې ویلي یې دي "په غزه کې د ملکي وګړو وژنه د اسرائیلو په پلانونو کې شامله نه ده" وویل ، دا ډول څرګندونې یواځې هغه کسان چې ادب، ضمیر، شرف ، انسانیت او حتا د قانون په اړه هیڅډول فکر ونلري کولی شي.  دا څرګندونې یوازې د هغه کسانو څرګندونې دي چې وجدان او ضمیر ونلري.



اړوند خبرونه