په فرانسه کې په زرگونو خلکو د حکومت د مهاجرت د جنجالي قانون پر ضد د اعتراض وکړ.
په زرګونه تنه کډوال کارګران او د غیر دولتي سازمانونو غړي چې د پلازمینې پاریس په جمهوریت میدان کې سره راټول شوي وو ، د حکومت د مهاجرت د جنجالي قانون پرضد يي لاریون وکړ.

د نوموړو مظاهره کوونکو چې ډیری افریقايي نژاده وو د فرانسې کډوالۍ د جنجالي قانون پر ضد يي شعارونه ورکول. د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارمانین قانون نه غواړو، د ټولو هغه کډوالو لپاره چې د اوسیدو اجازه نلري د اوسیدو قانوني اجازه غواړو په څیر شعارونه ورکول.
مظاهره چیانو د ځان سره په سمبولیکه توګه یوه کښتۍ چې ډیری وختونه پکې د کډوالو د هیلو او امیدونو ډک سفرونه په مرګ او غم بدلیږي هم انتقالوله.
مظاهره چیانو، چې د حکومت د مهاجرت دا نوی جنجالي قانون د "مهاجرینو استعمار" په توګه یادولو ویل چې ، دا نوی قانون د غلامۍ او د غلامانو د تجارت سره هیڅ کوم توپیر نلري. د همدې امله مظاهره کوونکو په غاړه کې زنځیرونه او په لاسونو کې کړۍ اچولې وې.
مظاهره کوونکو ویل چې هغه قانون نه مني چې یوازې هغه مهاجرینو ته د استوګنې اجازه ورکوي چې په شاقه کارونو کې مزدورۍ او کار کوي.
دا لایحه، چې پارلمان ته واک ورکوي چې د راتلونکو ۳ کلونو لپاره د کډوالۍ کوټې وټاکي، د کورنۍ د بیا یوځای کیدو شرایط سخت کړي او د زده کونکو مهاجرت باندې کنټرول ډیر کړي.
همداشان ددې لایحې له مخې د هغه کسانو چې قانوني اسناد ونلري په درملنې هم محدودیت لګول کیږي.