د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د اوکراین په اړه یې د هېواد په اهدافو کې بدلون نه دی راغلی.

پوتین : "سوله به هغه وخت ترلاسه شي چې موږ په اوکراین کې خپلو اهدافو ته ورسیږو."

2076997
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د اوکراین په اړه یې د هېواد په اهدافو کې بدلون نه دی راغلی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د اوکراین په اړه یې د هېواد په اهدافو کې بدلون نه دی راغلی.

"سوله به هغه وخت ترلاسه شي چې موږ په اوکراین کې خپلو اهدافو ته ورسیږو."

پوتین د "مستقیم کرښې" په ګډ پروګرام او کلنۍ مطبوعاتي کنفرانس کې چې د هغه هیواد په تلویزیونونو او راډیوګانو کې په ګډه خپریږي، د خلکو او خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

پوتین د روسیې او اوکراین ترمنځ روانې جګړې ته په اشارې سره وویل:

"سوله به هغه وخت ترلاسه شي چې موږ په اوکراین کې خپلو اهدافو ته ورسیږو. زموږ اهداف نه بدلیږي: د اوکراین بې وسلې کول، د نازیانو نه تصفیه کول  او بې طرفه دریځ."

پوتین د روسیې او فرانسې ترمنځ د اړیکو ارزونه وکړه او ویې ویل

"موږ له فرانسې سره کافي ښې اړیکې درلودې. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، زه فرانسې ته لاړم. ایمانویل میکرون (د فرانسې ولسمشر) روسیې ته راغی. په سیمه ایزو او نړۍوالو اړیکو کې مصروفه اجنډا مو درلوده. موږ چمتو یو چې له فرانسې سره تعامل ته دوام ورکړو. خو د فرانسې ولسمشر له موږ سره اړیکې پرې کړې، "د فرانسې سره اړیکې مونږ یا ما پرې کړي دي. دا اړیکې مکرون  پرې کړې."

پوتین وویل  چې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې روانې دي، د دې مسلې په اړه خبرې اترې ساده نه دي او د  هیله څرګنده کړه چې دواړو لورو لپاره به مناسبه حل لاره وموندل شي.

پوتین اروپا ته د روسیې د طبیعي ګازو د لېږد مسلې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل:

"دا حقیقت چې اروپا په کافي اندازه ګاز نه ترلاسه کوي د اروپایانو ستونزه ده. دوی هڅه وکړه چې موږ د دې مسؤولیت په مونږ واچوي. دا یو بشپړ حماقت دی."

پوتین په دې خبرې سره چې په نړۍ کې اسلام فوبیا او د اسلام دښمنۍ مخ په زیاتیدو ده، د غزې وضعیت په اسلامي نړۍ کې غبرګونونه راپارولي دي.

"د هغو کسانو شمېر چې تندلارې دي  فکر کوي هم مخ په زیاتېدو دی. دا ښه خبره نه ده. دا د ځینو اشرافو د سیاستونو او د لسیزو راهیسې د فلسطین د مسئلې د عادلانه حل د نشتوالي پایله ده."

پوتین په هیواد کې د هګیو د بیو د لوړیدو مسئلې ته په اشارې سره وویل چې د دې لامل دا و چې د هګیو واردات پر خپل وخت پيل نه شول.

"له تورکیې څخه د اضافي وارداتو وړاندیز شوی دی. زموږ اقتصادي اړیکې (تورکیې سره) د کرنې په شمول په ښه توګه وده کوي. د بیلاروس څخه واردات هم وړاندیز کیږي."


پيوندونه: #اوکراین , #پوتین

اړوند خبرونه