روسیې پر اوکراین پراخه بریدونه کړي
د روسیې لخوا د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د توغندیو په برید کې د ۶ ماشومانو په ګډون ۵۱ کسان ټپیان شوي دي.
![روسیې پر اوکراین پراخه بریدونه کړي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1602/aaa2/66cd/655dae18c857d.jpg?time=1718907054)
د روسیې لخوا د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د توغندیو په برید کې د ۶ ماشومانو په ګډون ۵۱ کسان ټپیان شوي دي.
د اوکراین د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې پوځ د شپې پر مهال د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو پر مټ د اوکراین پر خاوره برید وکړ.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران ساخت «شاهد» ډوله ۱۰ ډرون الوتکې د اودیسا په سیمه کې ویشتل شوي دي.
د کیف ښار د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو هم د خپل ټولنیزه میډیا پاڼې له لارې ویلي دي چې د دوې دفاعي ځواکونو د روسیې توغندي په هوا کې تثبیت او له منځه وړي دي.
پاپکو يادونه وکړه، د ویشتل شوو توغندیو د پارچو د غورځیدو له امله د شپږو ماشومانو په ګډون ٥١ کسان ټپيان شوي او کورونه، اپارتمانونه او موټرونه زيانمن شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د یرغل امر وکړ، په دې توګه د روسیې او اوکراین جګړه پیل شوه.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718907055)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.