اتریش  ویلي چې په اروپايي ټولنه کې به د اوکراین د غړیتوب ملاتړ ونه کړي.

د اتریش لومړي وزیر  نیهامر وویل، اوکراین ته  باید پدې برخه کې هیڅډول امتیاز چې نور کاندید هیوادونه لکه  (بوسنیا او هرزیګوینا) یې نه لري ورنکړ شي.

2075807

د نیهامر په وینا، له اوکراین سره د اروپايي اتحادیې د غړیتوب خبرې پیلول به د نورو نوماندو هیوادونو لکه بوسنیا او هرزیګوینا په وړاندې تبعیض وي، کوم چې د ۲۰۱۶ کال راهیسې د دې غوښتنلیک تصویب ته انتظار باسي.

لومړي وزیر وویل " د اروپايي ټولنې د غړیتوب په مسئله کې د اوکراین او  د بوسنیا او هرزیګوینا ترمنځه باید توپیر ونشي ، د اوکراین سره باید فوق العاده چلند ونشي. " لومړي وزیر وویل چې د اوکراین او مالدووا ګډون ته شین څراغ لګول "د پیوستون نښه ده " خو د دې هیوادونو لپاره د یوې ګړندۍ کړنلارې پلي کول به د هغه هیوادونو سره چې د  کلونو کلونو راهیسې په نوبت کې انتظار باسي ښکاره بې عدالتي وي.

د نوامبر په میاشت کې، اروپایي کمیسیون اعلان وکړ چې دوی د اوکراین او مالدووا  سره د الحاق د خبرو اترو د پرانیستلو ملاتړ کوي.

دا مسله به اوکراین ته د نویو مرستو کڅوړو چمتو کولو سره د دسمبر په ۱۴ او ۱۵ مو نیټو د اروپايي اتحادیې د مشرانو په سرمشریزه کې د بحث یو له اصلي موضوعاتو څخه وي .

هنګري او سلواکیا په راتلونکي کې د اوکراین له تمویل سره مخالفت کوي. یو ځل بیا، دغو هیوادونو مخکې په ښکاره ویلي وو چې دوی په اتحادیه کې د کیف د الحاق مخالف دي.

پيوندونه: #اوکراین , #اتریش

اړوند خبرونه