لاوروف : د اسرائیلو لخوا د حماس په بهانه ټول فلسطین خلکو ته سزا ورکول د منلو وړ خبره نده
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې چې د اسرائیلو لخوا د حماس په بهانه د فلسطین خلکو ته په ډله ییزه توګه سزا ورکول د منلو وړ خبره نده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې چې د اسرائیلو لخوا د حماس په بهانه د فلسطین خلکو ته په ډله ییزه توګه سزا ورکول د منلو وړ خبره نده. هغه د غزې تړانګې لپاره یې د نړیوال څارونکي ماموریت غوښتنه وکړه.
سرګي لاوروف په قطر کې د دوحې په ۲۱ مه فورم کې د "د ګډ راتلونکې د جوړولو په لور" په ناسته کې خبرې وکړې.
لاوروف دې ته په اشارې سره چې د اکټوبر په اوومه نېټه پر اسرائيلو باندې د حماس بريد بې دليله نه و. هغه يادونه وکړه چې دغه بريد په حقيقت کې د فلسطيني دولت د جوړېدو په اړه له ډېرو کلونو خنډونو او نه پوره شويو ژمنو وروسته وشو.
لاوروف دې ته په اشارې سره چې له کلونو راهیسې اسرائیلو ته دا څرګنده کړي چې د فلسطیني دولت په جوړولو کې پاتې راتلل هغه عامل دی چې په منځني ختیځ کې تر ټولو زیات افراطیت ته لمن وهي. لاوروف وویل چې د خپلواکه فلسطیني دولت د تاسیس په مسئله کې ناکامي او ناغیړي په اصل کې د سیمې لپاره تر ټولو خطرناکه مسئله ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف وویل ،
"موږ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په غزه کې د نړیوال څارونکي ماموریت د اړتیا په اړه خبرې وکړې. موږ په دې هم خبرې وکړې چې په غزه کې د بشردوستانه اوربند د تضمین لپاره باید ټول نړیوال فشارونه پلي شي."
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.