د امریکا یوې اف ۱۶ جنګي الوتکې سقوط وکړ

په زیړ سمندر کې د امریکا اف ۱۶ الوتکې سقوط وکړ

2075041
د امریکا یوې اف ۱۶ جنګي الوتکې سقوط وکړ

د امریکا یوې آب ۱۶ ډیره جنگي الوتکي سقوط وکړ. 

د پوځي سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په سویلي کوریا کې د میشتو امریکایي ځواکونو اړوند F-16 ډوله جنګي الوتکه د پلازمینې سیول په جنوب کې د کنسان هوایی ځواکونو له هډې څخه د روزنې الوتنې لپاره له الوتنې وروسته نسکوره شوه. پیلوټ، چې د الوتکې له نسکورېدو مخکې له الوتکې ځان ګوزارولو باندې بریالی شوی دی.د جنوبي کوریا د ساحلي ساتونکو له خوا ژوندی ژغورل شوی دی.

که څه هم تر اوسه د F-16 الوتکې د لوېدو د علت په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي، خو د پېښې په اړه په پراخه کچه پلټنې پيل شوې دي.

د ویلو ده چې تیره میاشت هم د امریکا هوايي ځواکونو  اړوند یوې الوتکې په جاپان کې سقوط وکړ . د اوسپري ډوله پوځي الوتکه د نوامبر په ۲۹ مه د یاکوشیما ټاپو په سواحلو کې په سمندر کې ولوېده او د الوتکې د عملې ۸ غړیو په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ. له پېښې وروسته د امریکا پوځ د ټولو اوسپري ډوله الوتکو عملیات وځنډول.



اړوند خبرونه