اوکراین د روسیې د یوې پوځي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.
ولادیمیر زیلینسکي : زمونږ دفاعي ځواکونو د روسیې یوه پوځي الوتکه رانسکوره کړه
اوکراین د روسیې د یوې پوځي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تیره شپه اعلان وکړ چې ددوې دفاعي ځواکونو د اودیسا په سیمه کې د روسیې یوه پوځي الوتکه ویشتې ده. هغه ویلي دي چې دوی به هوايي دفاع په ځانګړې توګه د اودیسا په سیمه کې لا پسې پیاوړي کړي.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ویلي چې د روسیې یوه پوځي الوتکه د تورې بحیرې په زیمیني ټاپو سیمه کې رانسکوره کړې ده. هغه وویل چې «زه د خپلو اسمانونو له مدافعینو څخه مننه کوم. همدا نن د روسیې یوه الوتکه چې اودیسا په سیمې د بمباري هڅه کوله د تورې بحیرې په زیمیني ټاپو سیمه کې وویشتل شوه.
د ترهګرو لپاره یو بل ګوزار. موږ به د ترهګرو له منځه وړو ته دوام ورکړو. موږ خپل هوايي دفاعي ځواکونه په ځانګړې توګه د اوډیسا په سیمه کې پیاوړې کوو. "زه د هر هغه هیواد څخه مننه کوم چې زمونږ سره مرسته کوي."