اسرائیل : پر غزې د بریدونو د پيل راهیسې امریکا ۲۰۰ الوتکې مهمات او تجهیزات اسرائیل پوځ ته ورکړي

اسرائیل اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې بریدونه پیل نه راپدیخوا امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۰ کارګو الوتکو له لارې اسرائیل پوځ ته څه باندې ۱۰ زره ټنه پوځي تجهیزات استولي دي.

2073450

د اسرائيلو د دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې له امريکا څخه د اسرائيلو پوځ لپاره د پوځي تجهيزاتو باندې بار  دوه سومه کارګو الوتکه دغه هېواد ته رسېدلې ده.

په بیان کې ویل شوي چې د اسرائیلو د دفاع وزارت سره تړلې د امریکا د اکمالاتي ماموریت د هڅو په پایله کې ممکن شوو دې اکمالاتو  "ډیر اهمیت" درلود.

په دغه خبرپاڼه  کې راغلي دي چې «د اکتوبر له اوومې راهیسې چې په غزه کې جګړه پیل شوې تر ۱۰ زرو ټنو زیات پوځي تجهیزات اسرائیلي پوځ ته استول شوي دي» او په دې کې زغره وال ګاډي، وسلې، شخصي محافظتي وسایل، طبي وسایل شامل دي.

پيوندونه: #امریکا , #اسرائیل

اړوند خبرونه