پوتین : روسیه او تورکیه په لوړه کچه دوستي لري او ددې دوستۍ د لا پراختیا هوډ لري
د روسیې ولسمشر پوتین څرګنده کړه چې له تورکیې سره په لوړه کچه دوستي لري او دا دوستي په بېلابېلو برخو کې د څو کلونو تجربو پر بنسټ ولاړه ده.
د روسیې ولسمشر پوتین څرګنده کړه چې له تورکیې سره په لوړه کچه دوستي لري او دا دوستي په بېلابېلو برخو کې د څو کلونو تجربو پر بنسټ ولاړه ده.
هغه وویل چې "دواړه خواوې د اړیکو د لا پراختیا لپاره قوي عزم او اراده لري."
ولادیمیر پوتین د کریملین په ماڼۍ کې په مسکو کې د تورکیې د سفیر تانژو بلګیچ په ګډون د ۲۱ هیوادونو سفیرانو چې په روسیه کې په دندو ګمارل شوي ، د هغوی باورلیکونه ترلاسه کړل او هغوې ته مبارکي یې وویله.
پوتین دلته په خپله وینا کې د تورکیې او روسیې ترمنځ اړیکو په اړه ارزونې وکړې.
"د تورکیې سره زمونږ دوستي په لوړه کچه ده او په مختلفو برخو کې د ډیرو کلونو تجربو پر بنسټ ولاړه ده. دواړه خواوې د ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او متقابلو ګټو د اصولو پر بنسټ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هوډمن دي."
پوتین د دې په بیانولو سره چې هغه له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په دوامداره توګه په تماس کې دی، وویل چې په دغو تماسونو کې د دوه اړخیزو اړیکو په ټولو مهمو مسایلو خبرې کیږي. پوتین وویل:
"زه غواړم په ځانګړې توګه دې ته اشاره وکړم چې د انرژۍ په برخه کې د روسیې او تورکیې همکاري واقعیا ستراتیژیکه ده. د روسیې د اټومي انرژۍ اداره د تورکیې د اق کویو کې د لومړي اټومي بټۍ جوړولو ته دوام ورکوي. د بلو ستریم او تورک ستریم د ګازو نللیکې د فعالیت ساحه "په تورکیه کې د طبیعي ګاز د توزیع د مرکز د جوړولو هڅې روانې دي. موږ د سوداګرۍ او لوړې ټیکنالوژۍ په برخو کې ډیرې په زړه پورې پروژې او ګډ کار هم لرو.