د اسپانیا لخوا د فلسطین په اړه یو ډیر مهم ګام

د اسپانیا کې مشر او موجود لومړي وزیر پیډرو سانچیز وویل چې د نوي جوړیدونکي کیڼ اړخي ایتلافي حکومت لومړیتوب به  د فلسطین دولت د په رسمیت پیژندلو لپاره کار کول وي.

2064916
د اسپانیا لخوا د فلسطین په اړه یو ډیر مهم ګام

د اسپانیا کې مشر او موجود لومړي وزیر پیډرو سانچیز وویل چې د نوي جوړیدونکي کیڼ اړخي ایتلافي حکومت لومړیتوب به  د فلسطین دولت د په رسمیت پیژندلو لپاره کار کول وي.

سانچیز د پارلمان په عمومي غونډه کې خپله وینا د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د روانو بریدونو په غندلو سره پیل کړه. هغه پدې غونډه کې د اعتماد د رایې غوښتنه وکړه.

سانچیز وویل، دوی د اکټوبر په اوومه د حماس لخوا ترسره شوی برید هم په کلکو ټکو غندي، دوی غواړي چې ددې برید مسئول کسان د عدالت منګولو ته وسپارل شي او نیول شوي اسیران  ژر تر ژره خوشې شي.

"په همدې وضاحت سره، موږ په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو بې توپیره وژنه ردوو، موږ د سمدستي اوربند، د بمباریو د بندولو، د فلسطین د خلکو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستو د برابرولو او د ډیپلوماسۍ د لارې د روانې ستونزې د حل غوښتنه کوو. همداشان مونږ د سولې د بیړني  کنفرانس جوړولو غوښتنه کوو.»

سانچیز وویل: "لکه څنګه چې اسپانیا د یو تیري کوونکي هیواد روسیې  او ددې هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وړاندې د اوکراین نه ملاتړ  او مرسته ورسره کوي، په ورته ډول ، اسرائیل چې په ښکاره توګه د بشري حقونو درناوی نه کوي، ترینه سمدلاسه د روانو بریدونو د درولو او نړۍوالو قوانینو ته د درناوي کولو غوښتنه کوي.

سانچیز وویل چې اسپانیا د "دوه دولتونو عادلانه حل" غواړي چې د فلسطین خلک له ډیرې مودې راهیسې غوښتنه کوي، او دوی به هڅه وکړي چې د نړیوالې ټولنې لخوا تصویب شي.  سانچیز وویل، "د نوي حکومت لومړی اقدام  د فلسطین  د دولت د په رسمیت پیژندو لپاره کار کول وي.

د بله پلوه د پوډیموس ګوند مشر ایون بیلارا ، چې د سانچیز لخوا رامینځته شوي اقلیتي حکومت ملاتړ کړی  ، د سانچیز له څرګندونو سمدلاسه په خپل "X" پاڼې له لارې په خپور کړي  پیغام کې ویلي دي چې  ، "موږ د باور رایې په غونډه کې ویل شوو الفاظو څخه ډیر څه ته اړتیا لرو. په فلسطین کې د اسرائیلو لخوا پلان شوی نسل وژنه باید سمدلاسه ودرول شي. ددې لپاره باید د اسرائیلو سره ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړی شي، د وسلو پیرود ودرول شي او  اقتصادي بندیزونه پرې باید ولګول شي. د عمل او خبرو ترمنځه واټن دردناک دی.

د د سوسیالیست کارګر ګوند مشر او اوسنی لومړی وزیر سانچیز، چې په هیواد کې د جولای په ۲۳ نیټه په ټولټاکنو کې د دویم لوی سیاسي ګوند په توګه راڅرګند شو، تمه کیږي چې سبا د پارلمان د ۳۵۰ څوکیو کې نه د ۶ نورو ګوندونو په ملاتړ ۱۷۶ رایې ترلاسه کړي او حکومت جوړ کړي.  


پيوندونه: #فلسطین , #اسپانیا

اړوند خبرونه