د جرمني  لومړي وزیر اولاف شولز وویل چې دوی  د یونان او تورکیې تر منځ د ښو ګاونډیتوب له اړیکو خوښ وي.

شولز په برلین کې د یونان د لومړي وزیر کریاکوس میتسوتاکیس سره د لیدنې  وروسته په  ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

2064527

شولز دې ته په اشارې سره چې تورکیه او یونان د ناټو غړي دي او یونان د اروپايي اتحادیې غړی دی، وویل چې په وروستیو کلونو کې یې له دواړو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو په برخه کې مرسته کړې ده.

"موږ  د یونان او تورکیې ترمنځ د ښو ګاونډیتوب اړیکو څخه خوښي څرګندوو."

"په نهایت کې ، دا دوه هیوادونه باید په خپلو منځونو کې موجودې ستونزې حل کړي.  ما په ډیر لیوالتیا سره هغه ټول مثبت او ګټور تماسونه تعقیب او نوټ کړي چې په یونان کې د نوي حکومت له تاسیس راهیسې ترسره شوي دي. "موږ په نږدې راتلونکي کې د یونان او تورکیې د حکومتونو ترمنځ پلان شوو خبرو ته سترګې په لار یو."

شولز د اروپايي ټولنې او تورکیې ترمنځ د مهاجرت د تړون د بیا احیا کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې اروپايي ټولنه په دې مسله خبرې کوي او دا خبرې اترې په شدت سره تعقیبوي.

شولز وویل چې دلته بیلابیل اړخونه په پام کې نیول کیږي او زیاته کړه ،

"یو له دې څخه د تورکیې لخوا د منل شوي لوی شمیر مهاجرینو مسله ده. دا باید هېر نه شي. تورکیې خپل هیواد ته ډیر شمیر کډوال منلي دي او موږ د هغوی ملاتړ کوو. البته، په دې هیله چې له دې لارې اروپايي هېوادونو ته مهاجرت مخه ونیول شي.»

شولز له همدې امله ټینګار وکړ چې د اروپايي اتحادیې او تورکیې ترمنځ د مهاجرت تړون باید دوام ومومي او پراختیا ومومي.

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس هم وویل چې د یونان حکومت غواړي له تورکیې سره د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي په برخه کې همکاري لا زیاته کړي او اروپايي ټولنه باید له هغو هیوادونو سره مالي مرستې زیاتې کړي چې د دغه کړکیچ بار په غاړه لري.

اړوند خبرونه