د انلګستان د کورنیو چارو وزیره د فسلطین په اړه د سخت دریځ له امله له دندې ګوښه کړې شوه

د انګلستان د کورنیو چارو وزیره سوئلا برورمن چې په انګلستان کې د فلسطین په ملاتړ د مظاهرو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی وو او په هیواد کې د اختلاف لامل شوې وه، له خپلې دندې ګوښه  کړې شوه.

2063851

د انګلستان  د رسنیو د خبر له مخې د انګلستان  لومړي وزیر ریشي سناک د کورنیو چارو وزیر برورمن له دندې ګوښه کړه.

تمه کیږي چې لومړی وزیر سوناک به نن په کابینه کې بدلون راولي.

په انګلستان کې د کورنیو چارو وزیرې برورمن پر خلاف هله غبرګونونه راوپاریدل چې په لندن کې د فلسطین په پلوي د مظاهرو په اړه سخت غبرګون وښود او د لندن پولیس يي د مظاهره کوونکو نه پر ملاتړ تورن کړل.

برورمن له فلسطین سره د پیوستون لاریونونه چې د اکتوبر له ۱۴راهیسې په پلازمینه لندن کې هره اونۍ ترسره کیږي د "نفرت مظاهرو" په توګه اعلان کړې وې او پولیس یې تورن کړل چې د فلسطین د لاریونونو په اړه "دوه ګونی معیارونه پلي کوي".

د ویلو ده چې د فلسطین په اړه د هغې سخت دریځ لومړی وزیر سوناک مجبور کړ چې برورمن له دنده ګوښه کړي.

اړوند خبرونه