د امریکا  په سوریه کې له ایران د پلوي ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

امریکا یو ځل بیا په سوریه کې د ایران د پلوي ډلو په مرکزونو هوايي بریدونه وکړل

2063597
د امریکا  په سوریه کې له ایران د پلوي ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا  په سوریه کې له ایران د پلوي ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندانۍ (CENTCOM) لخوا په خپور شوي

 بیان کې راغلي دي ، امریکا به د خپل ځان، خپل پرسونل او خپلو ګټو دفاع ته دوام ورکړي.

د بله پلوه د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په یو بل جلا بیان کې ویلي دي چې په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو او پرسونل پر خلاف د روانو بریدونو په غبرګون او ځواب کې د سوریې په ختیځ  کې د سپاه پاسداران او دې ته نږدې ډلو په مراکزو او تاسیساتو هوايي بریدونه کړي دي.

په بیان کې یادونه شوې چې پدې بریدونو کې د ایران د پلوي ډلو په یو روزنیز مرکز او یو پټنځای هم له منځه وړل شوی دی.

د ویلو ده چې د امریکا د دفاع وزارت تیره ورځ اعلان وکړ چې په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډو بریدونه ۴ برابره ډیر شوي دي.

امریکا هم وخت نا وخته په عراق او سوریه کې د ایران پر پلوي ډلو هوايي بریدونه کوي.



اړوند خبرونه