د جرمني لومړي وزیر شولز په غزه کې د هر څه ژر بشري اوربند سره خپل مخالفت اعلان کړ.
جرمني په غزه کې د سمدستي اوربند مخالفت وکړ
د جرمني لومړي وزیر شولز په غزه کې د هر څه ژر بشري اوربند سره خپل مخالفت اعلان کړ.
شولز په هغه غونډه کې چې د هیلبرونر سټیم ورځپاڼې لخوا جوړه شوې وه د غزې د وروستي وضعیت په اړه څرګندونې وکړې.
لومړي وزیر شولز د عربي او اسلامي نړۍ له خوا د اوربند غوښتنې ته په اشارې سره وويل: «زه فکر نه کوم چې په غزه کې د سمدستي اوربند او يا د اوږده ځنډ غوښتنه سمه خبره وي، ځکه چې دا په دې معنی ده چې اسرائيل حماس ته د ځان د طاقت او توان د بیا راټولو اجازه ورکړي. « اسرائیل باید حماس ته اجازه ورنکړي چې توغندي جوړ او بریدونه وکړي.
هغه د دې په څرګندولو سره چې په دې باور دی چې د دوه دولتونو حل لاهم امکان لري. د آلمان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې باید داسې لید شتون ولري چې دا ممکن کړي.
شولز وویل: "که تاسو د دایمي سولې چاپیریال غواړئ، تاسو باید د یو داسې فلسطیني دولت امکان وغواړئ چې اسراییلو ته ګواښ نه وي."
"ما په تیرو وختونو کې له پوتین سره ولیدل او په راتلونکي کې به هم همداسې وکړم"
د سوسیال دیموکرات ګوند سیاستوال شولز وویل چې هغه فکر کوي که چیرې په اوکراین کې هر څه سم شي دا به د پوتین لپاره ستره ناکامي وي.
"که اوکراین ضمیمه نه شي، نو پوتین مجبور دی چې د اوکراین د ملي حاکمیت نه د دفاع په موخه یو تړون لاسلیک کړي چې هغه به د اوکراین د حاکمیت دفاع کوي. او هغه باید ووایي چې زه دا د راتلونکي لپاره منم، مګر پدې حالت کې، تاسو باید د هغه پوتین سره خبرې وکړئ. ما پخوا هم د پوتین سره خبرې کړي دي او ددینه وروسته به يي هم وکړم. د اوکراين او روسيې تر منځ د خبرو اترو لپاره، روسيه بايد پريکنده ګام پورته کړي، او دا په دې مانا ده چې خپل ځواکونه وباسي او تر اوسه دې ته چمتو نه ده."
د ویلو ده چې د جرمني لومړي وزیر شولز د اسرائیل نه د بشپړ ملاتړ د څرګندولو په موخه د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه د تل ابیب نه لیدنه وکړه او د اسرائیل نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
شولز په وار وار ټینګار کړی چې د اسرائیلو امنیت د هغه د دولت مسله ده.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.