د فلسطین په چارو کې د ملګروملتونو استازی: څلور ساعته وقفه یوه ربې رحمانه او ظالمانه پریکړه ده

په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند غوښتنې زیاتې شوې، اسرائیلو اعلان وکړ چې د غزې له شمال څخه جنوب ته د خلکو د ایستلو لپاره به هره ورځ یوازې څلور ساعته بمبار او بریدونو ته وقفه ورکړي.

2063021
د فلسطین په چارو کې د ملګروملتونو استازی: څلور ساعته وقفه یوه ربې رحمانه او ظالمانه پریکړه ده

په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند غوښتنې زیاتې شوې، اسرائیلو اعلان وکړ چې د غزې له شمال څخه جنوب ته د خلکو د ایستلو لپاره به هره ورځ یوازې څلور ساعته بمبار او بریدونو ته وقفه ورکړي. د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې فرانسیسکا البانیسې د دې پرېکړې پر وړاندې توند غبرګون وښود.

البانيسي وويل: "هغه څه چې اسرائيلو د غزې په تړانګه کې کړي، جبران نلري. څلور ساعته اوربند... هو، خلکو ته د ارامتیا ورکولو او هغوی ته د یادولو لپاره چې له بمونو پرته ژوند څه ډول دی مخکې له دې چې بیا بمباري پیل کړو. هغه وويل: "دا ډېره بې رحمه او ظالمانه خبره ده."

فرانسیسکا البانیسې په دې خبرې سره چې هغه د لویدیځ له چلند څخه ډیر ناهیلې شوی دی وویل، امریکا په ښکاره توګه د اسرائیلو نه دفاع  کوي او په ډاګه یې کړه چې د فلسطینیانو د نسل وژنې خطر موجود دی.

البانيسي وويل: لويديځ هيوادونه چې د ديموکراتيکو ارزښتونو ساتونکي دي، بايد د دې پر ځای چې خپلې نظریې په نورو تطبیق کړي‌ ددې ستونزې د حل لپاره باید مرسته وکړي. دوی د خاموشه پاتې کیدو سره د اسراییلو لخوا د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي. د امریکا چلند نن روښانه دی. هغه د هرچا د سترګو په وړاندې، د هرچا تر څارنې لاندې، پداسې حال کې چې ټوله نړۍ د اسرائیلو بریدونه او کړنې غندي‌ خو امریکا د اسرائیلو نه دفاع او ساتنه کوي. د فلسطین د خلکو په وړاندې د نسل وژنې خطر شتون لري. "نو وضعیت خورا جدي دی . امریکا پر ځای ددې چې ددې جګړې او بریدونو مخه ونیسي‌ یواځې ۴ ساعته وقفې غوښتنه کوي. دا د شرم نه ډکه خبره ده.



اړوند خبرونه