امریکا په سوریه کې د ایران په پلوي‌ ډلو هوايي برید کړی

د امریکا د مرکزي ځواکونو  قوماندانۍ  اعلان وکړ چې په سوریه کې یې د ایران په پلوي ډلو هوايي برید کړی دی.

2062453
امریکا په سوریه کې د ایران په پلوي‌ ډلو هوايي برید کړی

د امریکا د مرکزي ځواکونو  قوماندانۍ  اعلان وکړ چې په سوریه کې یې د ایران په پلوي ډلو هوايي برید کړی دی.

د امریکا د مرکزي‌ ځواکونو قوماندانۍ لخوا په خپور په یوه بیان کې یادونه شوې چې دا هوایی برید د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې د ملیشه ځواکونو پر تاسیساتو شوی دی.

په بیان کې ویل شوي: "موږ د بریدونو د مسؤلینو په وړاندې  او د خپلو خلکو د دفاع لپاره هر ډول  اړین ګامونه پورته کړي‌ او پورته کوو . د ویلو ده چې په بیان کې دا ندي‌ ویل شوي‌ چې دا بریدونه يي په کومه سیمه کې کړي‌ دي.

په بیان کې راغلي چې دا هوايي برید په سوریه او عراق کې د امریکا پر اتباعو د پخوانیو بریدونو په غبرګون کې شوی دی.



اړوند خبرونه