د جي ۷ سازمان د بهرنیو چارو وزیران نن غونډه کوي

د جي‌۷ سازمان  د بهرنیو چارو وزیران  د جاپان په کوربه توب غونډه کوي. د جي‌ ۷ د بهرنیو چارو وزیران  نن د نوامبر ۷ مه په پلازمینه توکیو کې غونډه کوي.

2061368
د جي ۷ سازمان د بهرنیو چارو وزیران نن غونډه کوي

د جي‌۷ سازمان  د بهرنیو چارو وزیران  د جاپان په کوربه توب غونډه کوي. د جي‌ ۷ د بهرنیو چارو وزیران  نن د نوامبر ۷ مه په پلازمینه توکیو کې غونډه کوي. د ویلو ده چې دا غونډه به دوه ورځې دوام وکړي. جاپان په ۲۰۲۳ کال کې د جي‌ ۷ سازمان دوره يي مشري‌ په غاړه لري.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر کامیکاوا یوکو په مشرۍ په جوړیدونکې غونډه کې به  د دې سازمان د نورو غړو هېوادونو د امریکا ، کاناډا، جرمني، ایټالیا، انګلستان او فرانسې د بهرنیو چارو  وزیران  ګډون وکړي.

په دې غونډه کې به پر غزې د اسرائيلو لخوا د څه باندې یوې میاشتې راهیسو روانو وحشیانه او ظالمانه بریدونو ، د روسيې او اوکراين کړکېچ او د انرژۍ او اقليمي ستونزو په اړه خبرې وشي.

وزیران به د اسیا پاسیفیک جیوپولیټیک کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ او د شمالي کوریا د اټومي او توغندیو د پروګرامونو د وروستي پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

د غونډې وروسته به ګډه اعلامیه  خپره شي.



اړوند خبرونه