یونان د بهرنیو چارو وزیر : مونږ غواړو د تورکیې سره موجودې ستونزې د ګټورو خبرو له لارې حل کړو

د یونان د بهرنیو چارو وزیر یورګوس یاراپیتریتس وویل چې دوی غواړي له تورکیې سره موجودې  ستونزې د "ګټورو خبرو" له لارې حل کړي.

2060732

یاراپیتریتس په یونان کې خپرېدونکې «تو ویما» ورځپاڼې ته د یوې مرکې په ترڅ کې وویل چې اتن د تورکیې په ګډون له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو د ساتلو غوښتونکی دی.

یونان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې "موږ غواړو له تورکیې سره ګټورې خبرې اترې پیل کړو. د خبرو اترو لپاره یو بنسټ شتون لري چې د دوه اړخیزو ګټو موافقتنامې ته لار هواروي. د ملکي خوندیتوب، د کډوالۍ پالیسي او ګرځندوی مسلې هغه مسئلې دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ کیدای شي‌ چې مثبت تړونونه لاسلیک شي."

اړوند خبرونه