امریکا منځني ختیځ ته اتومي اوبتل یا تحت البحري کښتۍ ولیږله
د امریکا د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو خبر ورکړی چې د اوهایو په نامه یوه اتومي اوبتل یا تحت البحري بېړۍ منځني ختیځ ته رسېدلې ده.
2060785
د امریکا د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو خبر ورکړی چې د اوهایو په نامه یوه اتومي اوبتل یا تحت البحري بېړۍ منځني ختیځ ته رسېدلې ده.
د امریکا مرکزي ځواکونو قوماندانې (CENTCOM) سنټکام لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ، د اوهایو په نامه زمونږ یوه اټومي اوبتل د ۲۰۲۳ میلادي کال د نوامبر په ۵ مه نیټه په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قوماندانۍ سیمې ته رسیدلې ده .
د ویلو ده امریکا ددینه مخکې دوه الوتکې انتقالوونکې سترې الوتکې مدیترانې ته لیږلې وې .
امریکا وروسته له هغې چې د حماس ډلې پوځي څانګې عزم الدین القسام د اکتوبر په ۷ مه نیټه په اسرائیلو د سترو عملیاتو او بریدونو نه خبر ورکړ سمدلاسه سیمې ته د الوتکو لیږدونکې کښتۍ ولیږله.