امریکا په غزه کې د اروبند سره مخالفت وکړ

د امریکا  د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې دوی د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند ملاتړ نه کوي ځکه چې دا به د حماس د "بیا راژوندي کیدو" او پياوړتیا لامل شي.

2059868
امریکا په غزه کې د اروبند سره مخالفت وکړ

د امریکا  د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې دوی د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند ملاتړ نه کوي ځکه چې دا به د حماس د "بیا راژوندي کیدو" او پياوړتیا لامل شي.

د پنټاګون ویاند جنرال پاټ رایډر په یوه خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

رایډر د غزې په تړانګه کې د شخړو په اړه وویل: "موږ د داسې اوربند ملاتړ نه کوو چې حماس ته د دې قوت ورکړي‌  چې  د اسرائیلو او نورو هیوادونو په اتباعو بریدونه وکړي."

" ما اوریدلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن غزې تړانګې ته د بشري مرستو د ننوتلو او د بندیانو او نورو اتباعو ته د وتلو اجازه ورکولو لپاره د بشردوستانه وقفې ملاتړ کوي." رایډر وویل چې د دفاع وزیر لویډ آسټین هم د خپلو سیالانو سره په لیدنه کې په سیمه کې د فلسطین ملکي خلکو ته د بشري مرستو رسولو په اړه خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان بیا وویل چې

"په جګړه کې هر ډول وقفه به حماس ته ګټه ورسوي. دا یو حقیقت دی. دلته ډیر پیچلي حقایق شتون لري. یو بشري وقفه به د نیول شویو کسانو د خلاصون لپاره ښه وي. مګر تاسو ډاډه اوسۍ  چې حماس به دا د خپلې ګټې لپاره وکاروي. "



اړوند خبرونه