انګلستان پاچا ددې هیواد لخوا په کینیا کې ترسره شوي‌ ظلمونه ومنل

د انګلستان پاچا دریم چارلس وویل چې هغه د کینیا د خپلواکۍ د مبارزې په جریان کې د خپل هیواد لخوا ترسره شوي ظلمونه منلي دي.

2058817
انګلستان پاچا ددې هیواد لخوا په کینیا کې ترسره شوي‌ ظلمونه ومنل

د انګلستان پاچا دریم چارلس وویل چې هغه د کینیا د خپلواکۍ د مبارزې په جریان کې د خپل هیواد لخوا ترسره شوي ظلمونه منلي دي.

د انګلستان پاچا په پلازمېنه نایروبي کې د کینیا له ولسمشر ویلیم روتو سره په ګډه خبري غونډه کې د وینا پر مهال د کینیا پر استعماري تېري ټینګار وکړ.

پاچا دریم چارلس اعلان وکړ چې هغه تیرې تیروتنې او په ځانګړې توګه هغه ظلمونه چې د کینیا لخوا  د خپلواکۍ د مبارزې پر مهال پر دوې شوي‌ دي‌ منلي دي.

د انلګستان پاچا د کینیا د خپلواکۍ د مبارزې پر مهال د کینیایانو پر وړاندې د ترسره شوو ظلمونو نه د ناوړه، وحشي‌ او غیرې عادلانه پيښو او تاوتریخوالي‌ ډکو اقداماتو په اړه یادونه وکړه او زیاته کړه چې ددې لپاره هیڅډول عذر نلري.

پاچا دریم چارلس وویل چې هغه د هغو کسانو سره د لیدو فرصت پيدا کړ چې په مستقیم ډول د تیرو اشتباهاتو لخوا اغیزمن شوي.

"تېرې تېروتنې د لویو غمونو او ژورو افسوسونو لامل دی."

د کینیا ولسمشر روټو وویل چې هغه د پاچا دریم چارلس د څرګندونو هرکلی کوي.

کینیا ته د برتانیې پاچا دریم چارلس او د هغه د مېرمنې ملکې کیملا د څلور ورځني رسمي سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کول دي.

د کینیا د بشري حقونو کمیسیون د پاچا  دریم چارلس څخه وغوښتل چې د استعمار په دوره کې د کینیا اتباعو سره د انګلستان د غیر انساني کړنو لپاره بخښنه وغواړي.

د اتلسمې پيړۍ په پای کې د انګلستان لخوا د کینیا اشغال د هیواد د خلکو برخلیک بدل کړ.

د "ماو ماو" غورځنګ چې په ۱۹۵۰ کې د برتانوي استعماري ادارې د کړنو په مخالفت کې بغاوت پیل کړ، د کینیا په خپلواکۍ کې خورا لوی مرسته وکړه.

د برتانیې د رسمي شمېرو له مخې، په کینیا کې د ۱۹۵۲ او ۱۹۵۶ کلونو ترمنځ د ماو ماو په مقاومت کې ۱۱۵۰۵ تنه مقاومت کوونکي وژل شوي او تر ۵۰۰۰ ډېر کسان، چې ډېری یې ولسي وګړي دي، بندیان شوي دي.



اړوند خبرونه