د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس یو ځل بیا په اروپا کې د جګړې د خطر په اړه خبرداری ورکړ.

د سوسیال دیموکرات ګوند  سیاستوال د سه شنبې په ورځ دویچلینډفونک راډیو ته وویل چې په اوکراین کې د روسیې جګړې دا هیواد له یو نوي واقعیت سره مخ کړی چې له دېرشو کلونو راهیسې پرې تل سترګې پټولې.

2058788

حقیقت دادی چې  په اروپا کې د یو یرغلګر لخوا د جګړې ګواښ شتون لري. خو "موږ په ذهني توګه دې کار ته چمتو نه يو."

پیسټوریس زیاته کړه چې آلمان باید ددې ډول خطراتو او ګواښونو د مخنیوي‌ لپاره پوره چمتوالی ولري.

هغه په ​​ټینګار سره وویل: "موږ باید د دې وړتیا ولرو چې یوه دفاعي جګړه وکړو، ترڅو په وروستۍ شیبه کې دې کار ته مجبور نشو. هغه زیاته کړه چې  دا هم یو حقیقت دی تر کومه چې تاسې پدې حقیقت ځان پوه نکړۍ او پیشبیني‌ ونکړۍ  تاسو نشئ کولی چې چمتوالی ونیسۍ" په راتلونکو کلونو کې به د شخصي شتمنیو کارول او د اردو جوړښت تنظیم شي، مګر دا به وخت ونیسي چې د ۳۰ کلونو غفلت تشه ډکه کړو.

د ویلو ده چې د جرمني‌ د دفاع وزیر د تیرې یکشنبې پر ورځ په خپله یوه تلویزیوني‌ مرکه کې هم ورته څرګندونې او خبرداری ورکړی وو.

هغه ویلي‌ وو "موږ باید ددې مفکورې سره  چې په اروپا کې د جګړې خطر شتون لري ځان عادت کړو. دا پدې مانا ده: موږ باید جګړې ته چمتوالی ولرو. موږ باید دفاع ته چمتو واوسو. موږ باید اردو او ټولنه د دې لپاره چمتو کړو." .

پيوندونه: #خبرداری , #جګړه , #جرمني

اړوند خبرونه