د روسیې د دفاع وزیر: لوېدیځ غواړي د اوکراین جګړه د اسیا ارام سمندر سیمې ته وغځوي.
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، لوېدیځ غواړي د اوکراین جګړه د اسیا ارام سمندر سیمې ته وغځوي.
2057694
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، لوېدیځ غواړي د اوکراین جګړه د اسیا ارام سمندر سیمې ته وغځوي.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د چین په پلازمېنه بېجینګ کې په پوځي فورم کې د وینا پر مهال د لوېدیځ په وړاندې غبرګون وښود. شویګو په لویدیځ تور ولګاوه چې "غواړي د اوکراین جګړه د آسیا پاسیفیک سیمې ته خپره کړي ،" شویګو وویل چې په سیمه کې د ناټو لخوا تنظیم شوي نظامي تمریناتو تعداد او اندازه زیاته شوې ده.
شویګو وویل چې لویدیځ په آسیا - آرام سمندر کې د وسلو سیالي پيل کړې ده.
شویګو دا هم وویل چې امریکا د چین او روسیې د مخنیوي لپاره له جاپان او سویلي کوریا سره د توغندیو د توغولو په اړه معلومات شریک کړي.
د روسیې وزیر استدلال وکړ چې واشنګټن د اقلیم بحران او طبیعي پیښې د بشري مداخلې لپاره د عذر په توګه کاروي.