سویډن د سلوان مومیکا چې په کراتو قرانکریم ته سپکاوی کړی دی د ډیپورتولو پریکړه وکړه
سویډن د عراقي وګړي سلوان مومیکا چې پدې وروستیو کې په څو اروپايي هیوادونو کې قرانکریم سوځولی وو د ډیپورتولو پریکړه وکړه.
سویډن د عراقي وګړي سلوان مومیکا چې پدې وروستیو کې په څو اروپايي هیوادونو کې قرانکریم سوځولی وو د ډیپورتولو پریکړه وکړه.
سویډن ویلي دي چې د سلوان مومیکا د اوسیدو او کار اجازه به نوره تمدید نکړي او نوموړی به ډیپورت کړي.
د سویډن د کډوالو د دفتر ویاند یسفر تینګروټ د ټي وي ۴ چینل سره په مرکه کې ویلي يدي چې په سویډن کې د سلوان مومیکا د اوسیدو او کار اجازه د ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۱۶ مه نیټه پایته رسیږي .
هغه ویلي دي چې ددې نیټې نه وروسته به د سلوان مومیکا د اوسیدو او کار اجازه تمدید نشي او هغه به ډیپورت شي.
ویاند ویلي دي چې دا پریکړه د سلوان مومیکا لخوا د اوسیدو او کار اجازې د اخیستو پر مهال د درواغو او ناسمو معلوماتو د وړاندې کولو د تثبیتدو نه وروسته شوې ده. هغه د اقامت او کار اجازې د اخیستو پر مهال ناسم او درواغ معلومات وړاندې کړي دي.
مونږ دا درواغ تثبیت کړي دي. د همدې امله د هغه د ډیپورتولو پریکړه وشوه.
همداشان ددې سربیره د هغه په اړه د ۵ کلونو لپاره سویډن ته ممنوع الدوخول کیدو پریکړه هم شوې ده .
مومیکا د نوموړې پریکړې په اړه څه ندي ویلي خو تمه کیږي چې هغه به پدې پریکړه اعتراض وکړي او کډوالو محکمې ته به مراجعه وکړي.
د ویلو ده چې سلوان مومیکا د لومړي ځل لپاره د روان میلادي کال د جون په ۲۸ مه نيټه د سویډن په پلازمینه ستاکهلم کې د پولیسو تر څارنې لاندې قرانکریم ته سپکاوی وکړ او قرانکریم نسخې ته يي اور ورته کړ.
هغه د جولای په ۱۴ مه سویډن د پارلمان مخې ته د پولیسو تر څار لاندې ، په شلمه په سټاکهلم کې د عراق سفارت مخې ته او په ۳۱ مه نيټه یو ځل بیا د پارلمان مخې ته قرانکریم ته سپکاوی وکړ او قرانکریم يي وسوځو.
همداشان د اګست په ۲۴ مه نیټه د سټاکهلم د مرکزي جومات په مخکې قرانکریم وسوځو.
د ویلو ده چې نوموړي د تیره اونۍ یعنې د اکتوبر په ۲۱ مه نيټه د سویډن د پلازمینې ستاکهلم په مرکز کې د اسرائیلو نه د ملاتړ په خاطر د پولیسو تر څار لاندې قرانکریم او د فلسطین بیرغ وسوځو.