د المان حکومت د کډوالو لخوا خپلو هیوادونو ته د پيسو په استولو محدودیت لګوي.

المان حکومت غواړي چې د کډوالو لخوا خپلو هیوادونو ته د پيسو د لیږدولو مخه ونیسي

2056618
د المان حکومت د کډوالو لخوا خپلو هیوادونو ته د پيسو په استولو محدودیت لګوي.

د المان حکومت د کډوالو لخوا خپلو هیوادونو ته د پيسو په استولو محدودیت لګوي.

د آلمان د مالیې فدرالي وزیر کریسټین لینډنر غواړي  د کډوالو لخوا  خپلو هیوادونو ته د د پیسو  د لیږد مخه ونیسي. د ویلو ده چې په المان کې میشت کډوال هر کال په میلیاردونو ایرو خپلو هیوادونو ته لیږي.

د بله پلوه د المان د مالیې پر وزیر نیوکه کیږي  چې غواړي د هیواد  د رفاه کچه راټیټه کړي. د مالیې وزیر بیا ویلي دي چې پدې اړه يي پوره چمتووالی نیولی دی.

د آلمان مرکزي بانک بیا  «کارګر مهاجرینو کورني تادیات» تر سرلیک لاندې د پیسو دغه لیږد ثبتوي.

ویل کیږي هغه کسان چې په المان کې د یو کال څخه ډیر ژوند کړی وو  په دې برخه کې په پام کې نیول شوي. یواځې  تیر کال شاوخوا ۷،۱ میلیارده یورو د د کډوالو لخوا بهر ته لیږدول شوي دي. پدې شمیره کې نه یوازې دولتي مرستې شاملې دي بلکې د معاشونو تادیات هم شامل دي.

د یوې شننې له مخې، د پیسو لویه برخه په اروپا کې خپلوانو ته لیږل کیږي، رومانیا او پولنډ ترټولو لوی ترلاسه کونکي هیوادونه دي.

د اروپایي اتحادیې (EU) څخه بهر، په ځانګړې توګه د پیسو لویه اندازه تورکیې ته لیږدول شوې. تورکیه  ته په کال کې په اوسط ډول  ۸۴۸ میلیون یورو لیږل کیږي چې د همدې امله دا هیواد  یو مهم هدف هیواد شو.

د "کډوالو اصلي هیوادونو" په ځانګړې توګه سوریه، عراق او افغانستان ته د پیسو په لیږلو کې د پام وړ زیاتوالی هم لیدل شوی. داسې انګیرل کیږي چې دغو هیوادونو ته لیږدول شوي پیسې د حکومت مرستې نه زیاته د هغوې خپل عایدات دي.

حکومت غواړي چې ددې مخه ونیسي.


پيوندونه: #پيسې , #کډوال , #المان

اړوند خبرونه