د سوریې په الحسکه ولایت کې د امریکا په پوځی هډه  څلور جلا جلا بریدونه شوي دي.

په سوریه کې هم د امریکايي ځواکونو پر هډو بریدونه ډیر شوي

2056104
د سوریې په الحسکه ولایت کې د امریکا په پوځی هډه  څلور جلا جلا بریدونه شوي دي.

د سوریې په الحسکه ولایت کې د امریکا په پوځی هډه  څلور جلا جلا بریدونه شوي دي.

له سیمه ییزو سرچینو د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د الحسکه ښار د حرب جابر په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو په قرارګاه له ځمکې څخه ځمکې ته د راکټونو او درنو وسلو ۴ جلا بریدونه ترسره شول.

معلومات ښیي د بریدونو په جریان کې په هډه او شاوخوا سیمو توغندي لګیدلي دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تردې دمه دقیق معلومات نه دي ورکړ شوي.

د سوریې په جنوب کې په تیرو دریو ورځو کې د طنیف په سیمه کې د امریکې د پوځ په هډې، د عراق پولې ته څیرمه د مالکیه په ولسوالۍ کې د رابریا په هډې او د الحسکه او شدادی په سیمو کې په پوځی هډو باندې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه شوي دي.

د ویلو ده چې په سوریه کې د فرات سیند په ختیځ کې د دیر الزور سیمې د امریکا ملاتړ لرونکي د پي کاکا بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان تر اشغال لاندې دي ، پداسې حال کې چې د ولایت مرکز او نورې کلیوالي سیمې د بشارالاسد رژیم او ایران پلوه ډلو تر کنټرول لاندې دي.

د ایران ملاتړې ډلې کله ناکله د فرات سیند په ختیځه څنډه کې د امریکا پر هډو بریدونه کوي.


پيوندونه: #برید , #امریکا , #سوریه

اړوند خبرونه