د اسپانیا د ټولنیزو حقونو وزیرې د اسرائیلو د لومړي وزیر د محاکمه کولو غوښتنه وکړه
د اسپانیا د ټولنیزو حقونو وزیرې او د پوډیمس ګوند مشرې، ایوان بیلارا په اروپايي هیوادونو د اسرائیلو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو او پدې هیواد د وسلو او اقتصادي بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه.
د اسپانیا د ټولنیزو حقونو وزیرې او د پوډیمس ګوند مشرې، ایوان بیلارا په اروپايي هیوادونو د اسرائیلو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو او پدې هیواد د وسلو او اقتصادي بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه.
بیلارا د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د اسرائیل پر دولت ډیرې سختې نیوکې وکړې. هغې پر اروپايي ټولنې غږ وکړ "راځئ چې اقدام وکړو. د نسل وژنی مخنیوی اوس هم ممکن دی."
"نن موږ واوریدل چې نتنیاهو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د نامطلوب شخص په توګه اعلان شو. دا ځکه چې د ملګروملتونو چارواکي سیمې ته د سفر په خاطر ویزه نه ترلاسه کوي. دا په اصل کې د څو لسیزو راهیسې روان هم د نتنیاهو او هم د اسرائیلو د دولت د اشغال نتیجه ده.
هغې په اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې د اسرائیلو پر وړاندې هر څه ژر اقدام وکړي او څلور بیړنۍ پریکړې وکړي.
"لومړی دا دی چې له اسرائیل سره باید ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شي. دویم د روسیې د ولسمشر پوتین په څیر پر دوې هم باید کلک اقتصادي بندیزونه ولګول شي. دریم، پدې هیواد باید د وسلو بندیز ولګول شي. څلورمه، لکه څنګه چې د اوکراین په جګړه کې، پر ملکي وګړو د بمبار کولو له امله مسئولین د جزا نړۍوالې محکمې ته معرفي کولو په څیر نتنیاهو هم باید د جزا نړۍوالې محکمې وسپارل شي. ځکه چې دوې هم پر ملکي وګړو د بمونو باران کوي. دوې هم په زرګونو ملکي وګړي په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان باندې بمبار کړی دی.