ولسمشر اردوغان د روسیې له ولسمشر سره د اسرائیل او فلسطین د روانې شخړې په اړه خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

2055353
ولسمشر اردوغان د روسیې له ولسمشر سره د اسرائیل او فلسطین د روانې شخړې په اړه خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د اسرائیل او فلسطین د شخړې په اړه خبرې وکړې.

د کرملین ماڼۍ  له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پوتین او اردوغان ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه خبرې اترې وشوې.

په دغه ټیلیفوني‌ خبرو کې  په غزې تړانګه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د بشري وضعېت د خرابیدو په هکله ژوره اندیښنه څرګنده شوه او ټینګار وشو چې د استوګنې په سیمو، دیني او اجتماعي تاسیساتو حملې د منلو وړ نه دي.

په دغه ملاقات کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا له لارې د روسیې د فعالو هلو ځلو او د وینو تویولو د بندولو او له هرډول خنډ پرته اړو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د تورکیې په سیاسي او دیپلوماتیکو اقداماتو کتنه وشوه.

په دې غونډه کې ویل شوي‌ دي‌ چې  د روسیې او تورکیې دریځونه په عمل کې سره یو همنظره دي، د "دوه دولتونو" فارمول په پلي کولو تمرکز کوي، چې د یو خپلواک فلسطین دولت د جوړولو لپاره چې له اسرائیلو سره په سوله او امنیت کې ګډ ژوند کوي، تمرکز کوي.

دغه راز د روسيې او تورکيې تر منځ د متقابلو ګټورو همکاريو پر مسايلو هم خبرې وشوې، چې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په حال کې دي.

د روسیې ولسمشر پوتین د تورکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله او د تورکیې ټولو اتباعو ته یې د خوشحالۍ او نیکمرغۍ هیله وکړه.



اړوند خبرونه