امریکا : په تیره یوه اونۍ کې په عراق او سوریه کې پر امریکايي‌ هډو ۱۳ بریدونه شوي

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی، چې د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو ټولټال ۱۳ جلا جلا بریدونه شوي، چې ۱۰ یې په عراق او ۳ یې په سوریه کې شوي دي.

2055543
امریکا : په تیره یوه اونۍ کې په عراق او سوریه کې پر امریکايي‌ هډو ۱۳ بریدونه شوي

 د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی، چې د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو ټولټال ۱۳ جلا جلا بریدونه شوي، چې ۱۰ یې په عراق او ۳ یې په سوریه کې شوي دي.

د پنټاګون ویاند جنرال پاټریک رایډر په یوه ورځني خبري کنفرانس کې په منځني ختیځ کې د پرمختګونو ارزونه وکړه.

رایډر وویل چې د اکتوبر له ۱۷ څخه تر ۲۴ پورې په عراق  او سوریه کې  د امریکايي ځواکونو او ائتلافي‌ ځواکونو پر هډو ۱۳ جلا جلا بریدونه شوي‌ دي. دا بریدونه د ډرون الوتکو او راکټونو پر مټ شوي‌ دي. د بریدونو نه ۱۰ په عراق او درې په سوریه کې شوي‌ دي‌ .

هغه د دې په بیانولو سره چې دوی پوهیږي چې هغه ډلې چې بریدونه یې ترسره کړي د ایران رژیم او د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو لخوا ملاتړ کیږي، "موږ په نږدې راتلونکو ورځو کې د ایران د نیابتي ځواکونو لخوا د لا زیاتو بریدونو احتمال ګورو. په نهایت کې په ټوله سیمه کې د امریکا ځواکونو او پرسونل پروړاندې  بریدونه له ایران څخه ترسره کیږي."

د پنټاګون ویاند یادونه وکړه چې امریکا چمتو دي چې په سیمه کې د خپلو ګټو او پرسونل د دفاع لپاره د خپل ځان د دفاع له حق څخه په استفادې د بریدونو ځواب ورکړي.

د اکټوبر په ۱۹مه په یمن کې د حوثي یاغیانو له خوا د اسرائیلو پر لور د ۳ توغندیو د توغول کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې رایډر هغه معلومات شریک کړل چې د دغو توغندیو رینج شاوخوا دوه زره کیلومتره و او دا یې ارزولې چې ښايي اسرائیلو ته رسېدلي وای که نه وای. د USS الوتکو وړونکو کښتۍ لخوا شنډ او له منځه یوړل شول.

پنټاګون اعلان وکړ چې دوی د اکتوبر په ۱۹ د یمن څخه د سره سمندر په اوږدو کې د اسرائیلو په لور په ۳ توغندیو مخه ونیوله.

د یادولو وړده چې یاد توغندي چې ویل کیږي د حوثي یاغیانو لخوا توغول شوي وو په سیمه کې د USS کارني جنګي کښتۍ لخوا ویشتل شوي ځکه چې دوی "د یو احتمالي ګواښ په توګه پیژندل شوي"، او ویل شوي  د توغندیو هدفونه  په دقیق ډول معلوم نه وو.



اړوند خبرونه