د ملګروملتونو سرمنشي لخوا د فلسطین په اړه تریخ اعتراف
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وویل چې د حماس ډلې خوشې په خوشې پر اسرائیلو برید ندی نکړی، دا برید هم انګیزه او سبب لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وویل چې د حماس ډلې خوشې په خوشې پر اسرائیلو برید ندی نکړی، دا برید هم انګیزه او سبب لري.
د ملګروملتونو سازمان سرمنشي ګوتریش دا څرګندونې د امریکا په نیویارک ښار کې په د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د روانې جګړې په اړه په جوړه شوې غونډه کې وکړې. هغه د وینا پر مهال وویل چې د اسرائیلو پر ضد د حماس بریدونه له پرته د کوم سبب نه پیل شوي ندي. ګوترش وویل، "د فلسطین خلک له ۵۶ کلونو راهیسې د سخت اشغال سره مخامخ دي. د دوی ستونزمن وضعیت ته د سیاسي حل لارې موندلو هیلې له منځه تللې دي."
په غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش په خپله وینا کې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په غزه کې له نړیوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه روانه ده. ګوتریش وویل:« اجازه راکړئ روښانه کړم چې د وسله والې جګړې هیڅ اړخ له نړیوال بشردوستانه قانون پورته نه دی.
ګوتریش وویل چې حماس پر اسرائیلو خوشې په خوشې برید نه دی کړی.
ګوتریش ټینګار وکړ چې د غزې تړانګې ته باید د بشردوستانه مرستو د ننوتلو اجازه ورکړل شي او وویل: "په غزه کې د ملګرو ملتونو د تیلو زیرمې به په څو ورځو کې ختمېږي. دا به یو بل ناورین وي. هغه وویل، "زه د کړاوونو کمولو په خاطر د بېړني بشري اوربند لپاره خپل غږ تکراروم چې د مرستو ویش اسانه او خوندي کړي او د یرغمل شویو خوشې کولو اسانتیاوې برابرې کړي."
"فلسطین د ۵۶ کلونو لپاره د یو ځناور اشغال سره مخامخ دی"
ګوتریش په دې خبرې سره چې دا مهمه ده چې دا ومنو چې د اسرائیلو پر ضد د حماس بریدونه پرته د کوم سبب او لامل څخه پيل شوي ندي. د فلسطین خلک له ۵۶ کلونو راهیسې د غاصبینو تر اشغال لاندې دي، په دومداره توګه ددوې خاوره او مځکې غصب کیږي او کورونه يي نړول کیږي . "همدا ستونزمن حالت د سياسي حل لارې موندلو هيلې له منځه وړي."
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.