امریکا د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې په غزه کې د اوربند په اړه مسوده ویتو کړه

امریکا متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو د امنیت په  شورا  کې غزې ته د بشري‌ مرستو رسولو په موخه د اوربند په اړه مسوده ویتو کړه .

2052928
امریکا د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې په غزه کې د اوربند په اړه مسوده ویتو کړه

امریکا متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو د امنیت په  شورا  کې غزې ته د بشري‌ مرستو رسولو په موخه د اوربند په اړه مسوده ویتو کړه .

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا په نیویارک ښار کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د شخړې په اړه غونډه وکړه.

امریکا په دې غونډه کې هغه  مسوده ویټو کړه چې د غزې تړانګې ته د بشري مرستو رسولو لپاره د اسرائیلو او حماس ترمنځ  د اوربند  غوښتنه  پکې شوې وه.

د برازيل لخوا چمتو شوې مسوده باندې رای اچونه وشوه چې  ۱۲ موافقو، ۲ ممتنع رایې ترلاسه کړې خو د امریکا لخوا ویتو شوه. یواځې امریکا  د خپل  ویتو حق نه په استفادې سره دا مسوده ویتو کړه.

د ویلو ده چې پدې مسوده کې د حماس بريدونه هم غندل شوي وو.

د پریکړه لیک په مسوده کې د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی او دښمني او هر ډول ترهګریز عمل په کلکه غندل شوی او د ټولو یرغمل شویو کسانو د ژر او غیر مشروط خوشې کیدو غوښتنه شوې ده.

همداشان د روسیې لخوا  هم  د تیرې دوشنبې پر ورځ  د بشردوستانه اوربند لپاره امنیت شورا ته مسوده وړاندې شوې وه چې هغه هم  رد شوې وه.

د ویلو ده چې د اکتوبر اومه نیټه په غزه کې د حماس پوځي‌ څانګې عزالدین القسام ځواکونو د اسرائیلو پر خلاف د اقصی سیلاب په نامه د عملیاتو د پیلولو نه خبر ورکړ.

ددې په مقابل کې اسرائیلو پر غزې هوايي او مځکني‌ بریدونه پيل کړل. همداشان اسرائیلو ددې بریدونو په چوکاټ کې د سې شنبې د ماښام په ناوخته ساعتونو کې په غزه کې په یو روغتون چې په زرګونو تنه بې ګناه او ملکي‌ وګړو پکې شتون درلود هوايي‌ برید وکړ چې په نتیجه کې ۵۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او په سلګونو تنه نور ټپیان شول.

دې برید په نړۍ کې ډیر سخت غبرګونونه پارولي‌ دي.

د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونو په نتیجه کې تر اوسه پورې ډیری ښځې او ماشومانو په ګډون د ۳۰۰۰ تنو ډیر ملکي‌‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۲۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.



اړوند خبرونه