د امریکا له ولسمشر وروسته د انګلستان لومړي‌ وزیر اسرائیل ته سفر وکړ

د امریکا د ولسمشر جو بایدن نه وروسته دا ځل د انګلستان لومړي‌ وزیر رشي‌ سوناک اسرائیل ته سفر وکړ او ددې هیواد نه خپل ملاتړ څرګند کړ.

2053327
د امریکا له ولسمشر وروسته د انګلستان لومړي‌ وزیر اسرائیل ته سفر وکړ

د امریکا د ولسمشر جو بایدن نه وروسته دا ځل د انګلستان لومړي‌ وزیر رشي‌ سوناک اسرائیل ته سفر وکړ او ددې هیواد نه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د انګلستان لومړ‌ي‌ وزیر رشي‌ سوناک د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، "زه پوهيږم چې تاسو د ملکي وګړو د زيان د مخنيوي لپاره هر ډول احتياطي تدابير نيولي دي." مونږ تاسو سره په پیوستون کې یو، موږ ستاسې ترڅنګ ولاړ یو او غواړم چې تاسې يي‌ وګټۍ ."

د انګلستان   لومړي وزیر ریشي سوناک چې اسرائیلو ته تللی، په بیت المقدس کې د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرزوق او د اسرائیلو له لومړي‌ وزیر بنیامین نتنیاهو سره ولیدل. سوناک او نتانیاهو له غونډې وروسته ګډه خبري غونډه وکړه.

د انګلستان لومړي وزیر ریشي سوناک په خپله وینا کې وویل: "موږ په بشپړ ډول د اسرائیل ملاتړ کوو چې د نړیوال قانون سره سم له ځانه دفاع وکړي، حماس تعقیب کړي، یرغمل شوي‌ کسان خوشې کړي، د نورو بریدونو مخه ونیسي او د اوږدې مودې امنیت ټینګ کړي. سوناک زیاته کړه: "موږ په دې هم پوهیږو چې فلسطینیان هم د حماس قربانیان دي. زه د اسرائیلو د هغې پریکړې هرکلی کوم چې غزې ته د بشردوستانه مرستو د استولو اجازه ورکوي.» سوناک وویل چې دی ویاړي چې د اسرائیلو تر څنګ ولاړ دی.

همداشان د اسرائیل لومړي وزیر نتانیاهو په خپله وینا کې حماس د نوي نازیانو په توګه په ګوته کولو سره وویل: دا د اسرائیلو جګړه ده، دا د عصري عربي هیوادونو جګړه ده، دا د لویدیځ تمدن جګړه ده، د آزادې نړۍ جګړه ده، د راتلونکې جګړه ده. " نتانیاهو پر ایران او حماس تور ولګاوه چې هڅه کوي منځني ختیځ بېرته د استبداد، جګړې، غلامۍ او تباهۍ زمانې ته را وګرځوي، نتانیاهو وویل: "اتیا کاله وړاندې، متمدن نړۍ ستاسو په تیاره شېبه کې ستاسو سره وه، دا زموږ تر ټولو تورتم  وخت دی. نړۍ باید اوس زمونږ ترڅنګ ودریږي.  نتانیاهو وویل چې دا یوه «اوږده جګړه» ده او له همدې امله اسرائیل د بریتانیا دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.



اړوند خبرونه