جو بایډن  وویل چې په غزه کې  پر روغتون برید اسرائیلو نه بلکې پخپله حماس د ډلې لخوا شوی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن  وویل چې په غزه کې  پر روغتون برید اسرائیلو نه بلکې پخپله حماس د ډلې لخوا شوی دی.

2052647
جو بایډن  وویل چې په غزه کې  پر روغتون برید اسرائیلو نه بلکې پخپله حماس د ډلې لخوا شوی دی.
biden-netanyahu.jpg
biden-israil.jpg

د امریکا ولسمشر جو بایډن  وویل چې په غزه کې  پر روغتون برید اسرائیلو نه بلکې پخپله حماس د ډلې لخوا شوی دی.

جو بایدن دا څرګندونې تل ابیب ته د رسیدو نه وروسته په هوايي ډګر کې وکړې.

د امریکا ولسمشر جو بایدن د اسرائیلو نه د ملاتړ د ښودولو په موخه اسرائیل ته سفر وکړ.

د اسرائیل  ولسمشر هرزوق  او لومړي‌ وزیر نتنیاهو د تل ابیب په هوايي ډګر کې د  بایدن نه هر کلی وکړ.

بایدن وویل  " زه نن دلته راغلی یم ترڅو  تاسې ته دا وښایم چې زه ستاسو ترڅنګ ولاړ یم.

د امریکا ولسمشر له نتانیاهو سره تر لیدنې مخکې په خپله وینا کې وویل:

"د حماس ترهګرو ۱۳۰۰ کسان ووژل. زه فکر هم نه شم کولای چې د دوی له خوا تښتول شوي ماشومانو باندې به  څه تېر شوي وي. امریکایان له تاسو سره موافق دي او اندېښمن دي. اسرائیلو دې بریدونو ته ځواب ورکړی او زه فکر کوم چې دا باید دوام ومومي ترڅو تاسو هر څه وکړئ." د خپل ځان د دفاع لپاره اړین دي. د دې لپاره چې دا پیښ شي، تاسو کولی شئ هر هغه څه وکړئ چې اړتیا وي. "موږ به مو ملاتړ وکړو."

بایډن ادعا وکړه چې پر روغتون برید اسراییل نه دی کړی.

"داسې ښکاري چې پر روغتون برید بل لوري تنظیم کړی، نه تاسو (اسرائیل)) خو ډیری خلک ډاډه نه دي. دا ډیره مهمه ده چې حماس ته خپل ځواک وښیو. موږ به وګورو چې څه وکړي. زه غواړم دلته وم. ځکه زه غواړم ټوله نړۍ پوهه شي چې موږ د اسرائیلو ترڅنګ یو.

بایډن وویل چې حماس تر داعش بدتر دی او د حماس په برید کې له ۱۳۰۰ څخه د زیاتو اسرائیلو په وژل شویو کې ۳۱ امریکایان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د غزې په الاهلي المعمداني  روغتون باندې د اسرائیلو په برید کې ۵۰۰ ډیر فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه