بایدن په غزه کې پر روغتون د برید نه وروسته د اسرائیلو نه وروسته اردن ته خپل سفر وځنډوه
د امریکا ولسمشر جوبایډن چې نن یې د اسرائیلو له سفر وروسته اردن ته خپل سفر وځنډاوه. هغه په غزه کې د روغتون په برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.
د امریکا ولسمشر جوبایډن چې نن یې د اسرائیلو له سفر وروسته اردن ته خپل سفر وځنډاوه. هغه په غزه کې د روغتون په برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.
د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بایډن د اردن له پاچا دویم عبدالله سره تر مشورې وروسته او د فلسطین د ولسمشر محمود عباس له خوا په غزه کې پر روغتون د برید په اړه د ماتم د اعلان په رڼا کې اردن ته خپل سفر وځنډاوه.
"ولسمشر (بایډن) په غزه کې د روغتون په چاودنه کې د وژل شویو بې ګناه خلکو په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه." په بیان کې یادونه شوې چې بایډن د اردن، فلسطین او مصر له مشرانو سره مخامخ لیدنې ته سترګې په لار دی او د دې پروسې په ترڅ کې به له مشرانو سره مستقیم تماس ولري.
د امریکا ولسمشر جو بایدن چې اسرائیلو ته رسیدلی دی ، پلان درلود له هغه وروسته به اردن ته ولاړ شي او هلته به له پاچا دویم عبدالله ، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره وګوري.
د فلسطین ولسمشر عباس چې په څلور اړخیزه سرمشریزه کې چې تمه کیده جوبایډن هم پکې ګډون وکړي عمان ته سفر کړی وو، د اسرائیلو لخوا په غزه کې پر روغتون د برید نه وروسته رام الله ته د راستنیدو پریکړه وکړه .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي یو پیغام کې ویلي دي دي چې هغه په غزه کې پر روغتون کې د چاودنې له امله ژور خفه شوی دی.
هغه ویلي دي چې امریکا د ملکي وګړو د ژوند د ساتنې پلوي کوي، بلینکن په خپل پیغام کې وویل، "ټول اسرائیلي او فلسطیني ملکي وګړي باید خوندي شي."
د ویلو ده چې اسرائیلي ځواکونو تیره شپه په غزه کې په روغتون باندې د برید سره لږ ر لږه ۵۰۰ تنه شهیدان کړي او په سلګونو تنه نور ټپيان شوي دي .
د فلسطین ولسمشر عباس د برید له امله درې ورځنی ماتم اعلان کړ.