د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن سبا اسرائیل ته سفر کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تل ابیب کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې بایډن به د چهارشنبې په ورځ (سبا) اسرائیل ته سفر وکړي.
![د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن سبا اسرائیل ته سفر کوي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/b314/d343/4acf/64b7d0ec975fa.jpg?time=1718788971)
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن سبا اسرائیل ته سفر کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تل ابیب کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې بایډن به د چهارشنبې په ورځ (سبا) اسرائیل ته سفر وکړي.
بلینکن په دې خبرې سره چې بایډن به په یوه حساس وخت کې دغه هیواد ته ولاړ شي، وویل چې امریکا به د حماس د بریدونو په وړاندې له اسرائیلو سره د پیوستون پیغام ورکړي.
بلینکن یادونه وکړه چې بایډن به په اسرائیل کې هغه دریم ګړو لوبغاړو په ښکاره توګه دغه پيغام ورکړي چې د اوسني بحران نه په استفادې سره پر اسرائیلو د برید هڅه ونکړي.
بلنکن د دې په بیانولو سره چې بایډن به د حماس لخوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره د اسرائیلو سره هم نږدې او همغږی دی . بلینکن وویل چې د امریکا ولسمشر به د خپل سفر په چوکاټ کې د اسرائیلو د جګړې اهدافو او ستراتیژۍ په اړه هراړخیز معلومات هم ترلاسه کړي.
انتوني بلینکن وویل چې جو بایډن به له اسرائیلو څخه معلومات ترلاسه کړي چې څنګه د ملکي تلفاتو د کمولو له لارې خپل عملیات ترسره کړي او څنګه په غزه کې ملکي خلکو ته د بشري مرستو جریان ډاډمن کړي
.بلینکن اعلان وکړ چې متحده ایالتونو او اسرائیلو موافقه کړې چې د مرستندویه هیوادونو او نړیوالو سازمانونو لخوا د غزې ملکي خلکو ته د بشري مرستو رسیدو لپاره یو پلان جوړ کړي، په شمول د خوندي زونونو رامینځته کولو .
د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل ، دا مهمه ده چې ژر تر ژره غزې ته د مرستو رسول پیل شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن به اسرائیلو ته له خپل سفر وروسته اردن ته ولاړ شي او هلته به له پاچا دویم عبدالله ، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره وګوري.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718788971)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.