د امریکا په شیکاګو ښار کې یوه کس شپږ کلن فلسطینی ماشوم وژلی او مور یې  ورته ټپۍ کړې ده.

په امریکا کې په یوې فلسطیني‌ کورنۍ مرګونی برید شوی

2051293
د امریکا په شیکاګو ښار کې یوه کس شپږ کلن فلسطینی ماشوم وژلی او مور یې  ورته ټپۍ کړې ده.

د امریکا په شیکاګو ښار کې یوه کس شپږ کلن فلسطینی ماشوم وژلی او مور یې  ورته ټپۍ کړې ده.

د  سیمې د پولیسو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل  شوي چې دا برید د ۷۱ کلن جوزف ایم کزوبا  لخوا شوی دی. په بیان کې راغلي‌ داسې ګمان کیږي‌ چې دا برید  "د ماشوم او د هغه د مور د مسلمان هویت او د اسرائیل او فلسطین شخړې" له امله ترسره شوی .

په بیان کې  راغلي‌ دي‌ چې  پوليسو د يوې ښځې لخوا د مرستې د ټيلیفون د ترلاسه کولو نه  وروسته اقدام وکړ. کله چې پولیس د پيښې ځای ته ورسیدل شکمن کس يي د خپل کور په مخکې ونیو. کله چې کور ته داخل شول یو ماشوم او د هغه مور يي په وینو کې لټ پټ وموندل. ماشوم د ډیرو سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او مور روغتیايي وضعیت يي‌ هم باریکه دی.

په بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې ماشوم ۲۶ ځله په چړو وهل شوی و، روغتون ته له لیږدولو وروسته مړ شو.

چارواکو راپور ورکړی چې ټاکل شوې وه چې فلسطیني‌  ماشوم ځکه وژل شوی وو چې هغه مسلمان وو. همداشان ګمان کیږي‌ چې نوموړی برید د اسرائیل او فلسطین ترمنځه د روانې شخړې تر اغیزو لاندې رامنځته شوی وي.

ویل کیږي‌ برید کوونکی د لومړۍ درجې جنایت ، لومړۍ درجې د جنایت تشبث، د کرکې جرم او دوه پر دوو تنو د ګرمې وسلې سره د برید کولو په تور تورن شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د مسلمان ماشوم وژنه د کرکې یو وحشتناک عمل وباله.



اړوند خبرونه