پوتین : په تورکیه کې جوړیدونکي  د ګازو د ویش مرکز ته ډېرو هېوادونو لېوالتیا ښودلې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د پلان له مخې په تورکیه کې جوړیدونکي  د ګازو د ویش مرکز ته ډېرو هېوادونو لېوالتیا ښودلې ده.

2049942

پوتین دا څرګندونې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د روسیې د انرژۍ د اوونۍ په عمومي غونډه کې وکړې.

پوتین په تورکیه کې د طبیعي ګازو د مرکز د جوړولو په اړه وویل چې اذربایجان په دې پروژه کې لېوالتیا ښودلې ده.

پوتین یادونه وکړه چې دوی تمه لري چې نور هیوادونه په دې پروژه کې شامل شي لکه څنګه چې کار پرمختګ کوي.

"دلته، موږ په لومړي سر کې د اروپا په وچه کې د طبیعي ګازو د سوداګرۍ لپاره د بریښنایی پلیټ فارم د جوړولو په اړه خبرې کوو. زموږ تورکي ملګري، موږ او په اروپا کې هرڅوک چې غواړي د روسیې ګاز  واخلي له دې پروژې سره علاقه لري."

پوتین وویل چې دوی په مؤثره توګه د ترک سټریم او بلیو سټریم له لارې تورکیې ته د طبیعي ګاز رسولو ته دوام ورکوو او دا زیربنا به په راتلونکي کې پراخه شي.

اړوند خبرونه