د هندوستان او کاناډا ترمنځه اړیکې لا پسې خړې شوې .
هندوستان له کاناډا څخه خپل ۴۰ تنه ډیپلوماټان له هند څخه د ویستو غوښتنه کړې ده.
د هندوستان او کاناډا ترمنځه اړیکې لا پسې خړې شوې .
هندوستان له کاناډا څخه خپل ۴۰ تنه ډیپلوماټان له هند څخه د ویستو غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده چې هندوستان کاناډا ته د خپلو ۴۰ تنو ډیپلوماټانو د ویستو لپاره یوه اونۍ مهلت ورکړی دی.
د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې هندوستان له کاناډا څخه د خپلو لسګونو تنو ډیپلوماټانو د ویستو غوښتنه کړې ده .
د ویلو ده چې د هندوستان او کاناډا ترمنځه اړیکې هله خړې شوې چې د روان کال د جون په ۱۸ مه نیټه یو تن جلا غوښتوونکی سک د نامعلومو کسانو لخوا په کاناډا کې ووژل شو.
د کاناډا لومړي وزیر وویل چې کیدای شي چې د خالصستان ازادۍ ځواکونو د سازمان مشر جلا غوښتونکی هاردیپ سنګ نیجار د هند لخوا وژل شوی وي.
ځکه چې د هاردیپ سنګ نیجار نوم د هندوستان لخوا د خپور شوي ترهګرو په لست کې شتون درلود.
هندوستان د کاناډا د تورونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول