امریکا د ایران او شمالي کوریا نه د ګواښونو په توګه یادونه وکړه

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) د "د ډله ایزې ویجاړۍ د وسلو سره د مبارزې ستراتیژي" تر سرلیک لاندې خپل سند کې ایران او شمالي کوریا "دایمي ګواښونه" بللي دي.

2044062

پنټاګون له ۲۰۱۴ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د « ډله ییزې ویجاړۍ د وسلو د مخنیوي ستراتیژي» سند خپور کړ.

په سند کې، ایران او شمالي کوریا د "دایمي ګواښونو" په توګه بیان شوي، پداسې حال کې چې چین د "زیاتېدونکي ګواښ" او روسیه د "حاد ګواښ" په توګه بیان شوي.

د شمالي کوریا په اړه د سند په برخه کې،

"د ظرفیت وده  شمالي کوریا ته اجازه ورکوي چې د شخړې په هر پړاو کې اټومي وسلې وکاروي."

د ایران په اړه په یوه برخه کې ارزوي چې ایران اوس مهال د اټومي وسلو پروګرام نه تعقیبوي، مګر دا هیواد د ۲ اونیو څخه په کمه کې د اټومي وسایطو د جوړولو لپاره خام مواد لري.

اړوند خبرونه