روسیه : امریکا په سوریه کې د تیلو او غلې قاچاق کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف  امریکا متحده ایالتونه د سوریې په شمال کې  د فرات سیند په ختیځ کې د کردانو د نیمه دولت په جوړولو او د تیلو او غلې په قاچاق کولو تورن کړ.

2042794

لاوروف دا خبرې د تونس د بهرنیو چارو له وزیر نبیل عمار سره تر کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

لاوروف دې ته په اشارې سره چې له تورکیې او ایران سره د آستانې میکانیزم په چوکاټ کې د سوریې د مسئلې حل په اړه کار کوي، وویل چې د لویدیځ د بندیزونو له امله د سوریې په اقتصاد کې جدي ستونزې دوام لري.

لاوروف دې ته اشاره وکړه چې د فرات سیند په ختیځ کې د امریکا اقداماتو هم پر اقتصاد منفي اغیز کړی دی.

"دلته، امریکا د سوریې تیل او د سوریې غله قاچاق کوي، په اصل کې د کردانو نیمه دولت جوړ کړی ."

اړوند خبرونه