اوکراین په تور سمندر کې د روسیې یو قومندان په ګډون د ګڼشمیر افسرانو د وژلو ادعا کړې ده

اوکراین د سپټمبر په ۲۲ مه په سیواستوپول کې د روسیې د تورې بحیرې د سمندري ځواکونو په قرارګاه د برید په نتیجه کې په توره بحیره کې د روسیې د سمندري‌ ځواکونو قومندان ویکتور سوکولوف د وژلو نه خبر ورکړی دی.

2042308
اوکراین په تور سمندر کې د روسیې یو قومندان په ګډون د ګڼشمیر افسرانو د وژلو ادعا کړې ده

اوکراین د سپټمبر په ۲۲ مه په سیواستوپول کې د روسیې د تورې بحیرې د سمندري ځواکونو په قرارګاه د برید په نتیجه کې په توره بحیره کې د روسیې د سمندري‌ ځواکونو قومندان ویکتور سوکولوف د وژلو نه خبر ورکړی دی.

د اوکراین پوځ تېره اوونۍ په سیواستوپول کې د روسیې پر مرکز برید وکړ. ویل شوي چې په دغه برید کې د روسیې د تور سمندرګي د سمندري‌ ځواکونو قوماندان ویکتور سوکولوف وژل شوی دی.

د اوکراین د پوځ د ځانګړو عملیاتو ځواکونو لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي‌ دي  د اوکراین د ځانګړو ځواکونو لخوا د روسیې د "مینسک" په  نامه په تحت البحري او د سیواستوپول په ښار کې د تورې بحیرې  سمندري  ځواکونو په مرکزي دفترونو په وړاندې "ځانګړي عملیات" ترسره شوي‌ دي. په بیان کې راغلي دي‌ چې دا عملیات د سپټمبر په ۲۲ مه نیټه ترسره شوي‌ دي.

په بیان کې ادعا شوې چې د اوکرایني ځواکونو لخوا د "مینسک" په کښتۍ د برید په پایله کې ۶۲ روسي سرتیري وژل شوي دي. همداشان  په تور سمندرګي  کې د روسیې فدراسیون د  جنګي‌ بیړیو په مرکزي دفتر د برید  په پایله کې په تور سمندر کې د روسیې د سمندر‌ي ځواکونو د قومندان په ګډون  ۳۴ تنه  افسران وژل شوي دي. همداشان  پدې برید کې  ۱۰۵ تنه نور سرتیري ټپیان شوي دي.همداشان د سمندري‌ ځواکونو قومندانۍ ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

رویټرز خبري‌ اژانس هم  راپور ورکړی چې د روسیې د دفاع وزارت د سوکولوف د برخلیک په اړه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د روسیې د تور سمندرګي د سمندري‌ ځواکونو  قوماندان سوکولوف د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې دغه مقام ته وټاکل شو.

د روسیې د دفاع وزارت د سپټمبر په ۲۲مه په سیواستوپول کې د روسیې د تور سمندرګي په بیړۍ باندې د برید په اړه په خپله بیانیه کې وویل چې د کییف رژیم د سیواستوپول په ښار د توغندیو برید وکړ چې د برید په شاتګ  په خاطر د هوایی دفاعی سیسټمونو لخوا ۵ توغندي وتوغول شول. د برید په پایله کې، د تور سمندر د سمندری ځواکونو تاریخی مرکز ویجاړ شو. ودانۍ زیانمنه شوه. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له برید وروسته د یوه روسي سرتېري له وژل کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا او سیواستوپول په ناقانونه توګه له اوکراین نه جلا او له ځان  سره یوځای کړل.



اړوند خبرونه