پولنډ د کډوالو د مخنیوي په موخه په ځینو نویو اقداماتو لاس پورې کړی دی.
پولنډ د سلواکیا سره په پوله کې د موټرو په کنټرولو پیل کړی.
پولنډ د کډوالو د مخنیوي په موخه په ځینو نویو اقداماتو لاس پورې کړی دی.
پولنډ د سلواکیا سره په پوله کې د موټرو په کنټرولو پیل کړی.
د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ماریوس کمینسکي د ټولنیزې میډیا له لارې کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د بالکان لارې په اوږدو کې د مهاجرت فشار زیات شوی دی.
کامینسکي دې ته اشاره کړې چې د مهاجرت فشار مخ په زیاتیدو دی، په ځانګړې توګه د سلواکیا له لارې.
"سرحدي ساتونکو د پولنډ- سلواکیا په پوله کې د بسونو او نورو وسایطو کنټرول پیل کړي چې ممکن غیرقانوني مهاجرین له هغه لوري څخه راځي."
د پولنډ لومړي وزیر ماتیس موراویکي هم په خپله وروستۍ وینا کې وویل:
"ما د کورنیو چارو وزیر ته لارښوونه کړې چې د پولنډ-سلواکیا په پوله کې د پولې کنټرول پیل کړي، د منی بسونو، پک اپ ټرکونو، مسافر وړونکو موټرو او بسونو پوښښ چې د غیرقانوني مهاجرینو د لیږدولو شک په وي باید وپلټل شي."
د اکتوبر په میاشت کې، پولنډ د بیلاروس په پوله کې د ۱۸۶ کیلو مترو په اوږدوالي یو دیوار جوړ کړ چې پنځه متره د فولادو دیوال سره پوښل شوی و. د ویلو ده چې پدې وروستیو کې د بیلاروس له لارې هم پولنډ ته د ناقانونه کډوالۍ فشار ډیر شوی وو .
همداشان پولنډ د نویو تدابیرو په ترڅ کې د روان کال د جون په میاشت کې، د بیلاروس سره په پوله کې امنیتي کمرې، ځانګړي دوربینونه او سینسرونه په ګډون نوي تجهیزات په سرحدي دیوال اضافه کړل.