د اذربایجان په قره باغ سیمه کې د تیلو په یوې ذخیره کې د چاودنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه
د اذربایجان د قره باغ په سیمه کې د تیلو په یوې ذخیره کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اذربایجان د قره باغ په سیمه کې د تیلو په یوې ذخیره کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې تیره ورځ د اذربایجان د قره باغ په سیمه کې د تیلو په یوې ذخیره کې د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. د چاودنې او اورلګیدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په سلګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
د آذربایجان د ولسمشر سلاکار حکمت حاجیوف په خپل ټولنیزه میډیا کې په خپور کړي بیان کې ویلي چې اذربایجان د پیښې له امله زیانمن شوي ارمنیانو سره د مرستې لپاره خپلې ټولې سرچینې په کار اچولي او د اغدام، صابر آباد او ستلي روغتونونه یې اضافي پرسونل لیږلی دی.
حاجیوف وويل، چې اذربایجان د ټپیانو د انتقال په موخه د ارمنستان امبولانس چورلکو ته اجازه ورکړې ده. د سوځېدلو کسانو د درملنې لپاره د اړتيا وړ درملو او طبي توکو سربېره، د خوراکي توکو مرسته هم شوې او ټينګار يې وکړ، چې دغه مرستې به نن او په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.
د ارمنستان د رسمي خبري اژانس ارمنپرس د معلوماتو له مخې، په قره باغ کې د ارمنستان د استازو له قوله، روغتون ته وړل شوي ۷ ټپيان ژغورل شوي نه دي، ۱۳ ناپېژندل شوي جسدونه د عدلي طب روغتون ته وړل شوي او شاوخوا ۲۹۰ تنه ټپيان شوي دي په روغتونونو کې د مختلفو درجو درملنه کیږي.