هند د یو جګپوړي کاناډايي ډیپلوماټ د شړولو پریکړه وکړه.
د هند او کاناډا ترمنځه اړیکې ترینګلې شوي دي
هند د یو جګپوړي کاناډايي ډیپلوماټ د شړولو پریکړه وکړه.
د هند حکومت پدې هیواد کې د کاناډا عالي کمیشنر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او هغه ته يي د کاناډايي ډیپلوماټ د شړولو په اړه د هند د حکومت د پریکړې په اړه خبر ورکړ. د هند حکومت نوموړي کاناډايي دیپلومات څخه د راتلونکو پنځو ورځو په دننه کې له هند څخه د وتو غوښتنه کړې ده .
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا پریکړه زموږ په کورنیو چارو کې د کاناډایي ډیپلوماټانو د لاسوهنې او د هند ضد فعالیتونو کې د هغوی د ښکیلتیا په اړه د هند د حکومت مخ په زیاتیدونکي اندیښنه څرګندوي.
د ویلو ده چې د کاناډا حکومت د هند حکومت پدې هیواد کې د سکانو د مشر کاناډايي الاصله هردیپ سنګ نیجار د وژلو په پیښه کې په لاس لرولو تورن کړ.
د کاناډا حکومت ویلي دي هردیپ سنګ نیجار چې د سکانو مشري په غاړه درلوده او په هند کې د سکانو د خپلواکۍ ملاتړی وو د روان کال د جون په میاشت کې ددې هیواد د برتش کولمبیا په ایالت کې د معبد په مخکې ووژل شو.
د کاناډا حکومت د هند حکومت د نوموړي په وژلو کې په لاس لرولو تورن کړی دی.
د کاناډا لومړي وزیر جاستین تروډو هم ویلی دي چې باوري ادعاګانې شتون لري چې د هردیپ سنګ نیجار په وژلو کې د هند حکومت لاس لري.
د کاناډا د حکومت او لومړي وزیر دې څرګندونو د هند سخت غبرګون پارولی دی.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول