بایدن: کانګرس باید افغان ملګرو ته د استوګنې ورکولو قانون تصویب کړي

د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه وغوښتل چې د افغانستان د هماهنګۍ د قانون په نوم هغه لایحه تصویب کړي چې له مخې یې په دغه هیواد کې میشتو افغانانو ته د اوسیدو اجازه ورکول کیږي.

2031505

بایډن له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو د دویهمې کلیزې په مناسبت یوه لیکلي بیان خپور کړ.

بایډن ویلي، هغو افغانانو چې د وتلو په بهیر کې یې امریکا ته پناه راوړې ، له دوی سره يي ډېره مرسته کړې ده.

" لکه څنګه چې افغانان زموږ تر څنګ ولاړ وو، ما هم ژمنه کړې چې د هغوې ترڅنګ ودریږو.  زه کانګرس ته بلنه ورکوم چې د افغانستان د هماهنګۍ قانون تصویب کړي چې له مخې  زموږ د افغان ملګرو د استوګنې د جواز لپاره لاره هواره شي."

په دغه لایحه کې هغو افغانانو ته د اوسیدو اجازه ورکول کیږي چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د وتلو په بهیر کې له افغانستان څخه ایستل شوي وو.

اړوند خبرونه